ټولنیزه برخه

د هېواد مینه د نبوي حدیثو په رڼا کې

حامد افغان
هر انسان طبعاً له خپل کور سره مینه لري، او دا مینه شرعاً خورا مهمه او لازمي ده ځکه شریعت د کور د ټولو وګړو له پاره حقوق ټاکلي دي، لکه د مور او پلار حقوق، د میرمنې حقوق، د وروڼو او خوندو حقوق، د اولاد او نورو خپلوانو حقوق. نو که څوک له خپل کور سره مینه ونه لري دا حقوق نه شي ترسره کولی او د دې حقوقو ضیاع او نه ادا کول شرعاً لوی جرم، د صله رحمي پرېکول او د ټولنیز وفاق او اتحاد مبدأ او اساس له منځه وړل دي. موږ د سر په سترګو وینو چې د ټولني اوباش او کوڅه ډب وګړي له خپل کور سره مینه نه لري بهر او په بازارونو سره وي او د خپلوانو حقوق تر پښو لاندې کوي.

د کور او کوروالو بیلګه یو څه نوره پراخوو هر انسان طبعاً له خپل کلي او سیمې سره مینه لري، ځکه له هغوی سره مشترک حقوق او مشترکې منافع تړلې دي، له دې امله شریعت د ګاونډي په حقوقو ډېر ټینګار کړی ده، د سیمې او کلیو له خلکو سره یو ځای شریعت د جمعې لمونځ لازم کړې ده، د سیمې د مړې جنازه او تسلیت او داسې نور له یوه بل سره تړلي حقوق شته، داراز که معلوم او ځانکړی ضرورت نه وي شرعاً یو څوک د خپلې شتمني زکات له خپلې سیمې بهر خلکو ته نه شي وړلی.

دا بیلګه همداسې هیواد ته رسولی شو، او د موجوده جغرافیوي ویشونو په چوکاټ کې پراته ولسونه د ځانکړیو سیمو حیثیت لري، او د هر هیواد وکړي پخپلو کې ګڼ شمیر مشترکات لري او داراز نسبت لیري مسلمانانو ته د دوی په منځ کې پر یوه بل حقوق زیات دي او له همدې ځایه د هر چا په زړه کې د نورو سیمو په نسبت له خپلې سیمې سره مینه زیاته وي او دا مینه طبعي ده هیڅوک یې د چا له زړه نه شي ایستلی او د دې میني حکمت هماغه له کور او کوروالو سره د میني په څیر ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم شارع دی، د هغه کړنې ویناوې او لارښوونې زموږ د ژوند لارې او زموږ له پاره هدایات دي، طبعاً د هغه تمایلات او د هغه مینه د الله له خوښې سره برابره وه، هغه له خپل کور، ښار او هیواد سره مینه کړې ده او لاندې یې مختلفې بیلګې را اخلم، دا روایات ټول صحي او کره دي او د شک ځای نشته په کې. او د دې حدیثو په رڼا کې د هیواد او وطن مینه ځان ته پوره معلومولی شو.

1) رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د ثور له غاره ووت او د مدیني لورته روانیدی خپل خواږه ښار مکي ته یې مخ واړوه او ویې فرمایل: څومره ښایسته ښار یې، او څومره ما ته ګران یې! که ستا قوم زه نه وی ایستلی له تا پرته بل ځای به نه وم اوسیدلی. ما أطيبك من بلد ، وأحبّك إلىّ! ولولا أن قومك أخرجونى منكِ ما سكنتُ غيرك. أخرجه الترمذى والطبراني في الكبير ، وصححه ابن حبان والحاكم، ووافقه الذهبي .

2) مدیني ته چې صحابه کرام مهاجر شول هلته ډېر خپه وو او خپل وطن مکه به یې یادوله او ځیني یې ناروغ شول لکه ابوبکر او بلال رضي الله عنهما، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا حالت ولید دا دعا یې وکړه: یا الله موږ ته مدینه داسې راګرانه کړه لکه مکه او یا له هغه زیاته. اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا الْمَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ. مُتَّفَقٌ عَلَيْه.

3) انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې له سفر نه د راستنیدو په مهال د مدیني لوړې لارې یا ونې او یا دیوالونه ولیدل خپله اوښه به یې تېزه کړه او که به بله سپرلي وه هغه به یې د تېزولو په نیت وښوروله، ابو عبدالله راوي وایي: له مدیني سره د میني لامله به یې خپله سپرلي وښوروله. عَنْ حُمَيْدٌ أَنَّهُ سَمِعَ أَنَسًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَدِمَ مِنْ سَفَرٍ فَأَبْصَرَ دَرَجَاتِ الْمَدِينَةِ أَوْضَعَ نَاقَتَهُ وَإِنْ كَانَتْ دَابَّةً حَرَّكَهَاقَالَ أَبُو عَبْد اللَّهِ زَادَ الْحَارِثُ بْنُ عُمَيْرٍ عَنْ حُمَيْدٍ حَرَّكَهَا مِنْ حُبِّهَا . رواه البخاري.

4) د تبوک له غزا نه د راستنیدلو په مهال چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ښار مدینه سترګي ولګیدلې ویې فرمایل: دا پاک ښار ده. عَن ْأَبِي حُمَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَقْبَلْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ تَبُوكَ حَتَّى أَشْرَفْنَا عَلَى الْمَدِينَةِ فَقَالَ هَذِهِ طَابَةٌ. رواه البخاري.

5) له حج یا د تبوک له غزا نه د راستنیدلو په مهال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُحد غر ولید ویې فرمایل: دا غر دی، دی له موږ سره مینه لري او موږ له ده سره مینه لرو. عَنْ قَتَادَةَ سَمِعْتُ أَنَسًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ. رواه البخاري ومسلم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hassan

حامد صيب دير خوشحاله يو ستا دديني معلوماتو نه او هر وخت ورته انتظار يو الله تعالى دى دلا زياتو دينى معلوماتو توفيق دركى…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x