افغانستان

تازه خبر: کابل کې درنه جکړه روانه ده ،دچټک غبرګون او نظم عامه پرقطعاتوسرښندونکي بریدونه شوي

.نن ټکی اسیا/ نن  دکابل ښار په زړه دعبدالحق څلورلارې ته څیرمه واقع دایساف ځواکونودقومندانۍ پر مرکز ،امریکاسفارت ، او دخارجي ځواکونوپرنورو استخباراتي او پوځي مرکزونه دطالبانو له لوري پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول. خبرزیاتوي برید دورځي پر پاوکم یوه بجه پیل شو اوس مهال چې دمازیګرپنځه بجې دي لا جګړه روانه ده .

له سیمې نه وروستي راپورونه وايي له دې جګړې سره مهاله ددکابل ښار دکوټه سنګي او نوی سړک په سیمو کې دچتګ غبرګون او دنظم عامه دپوځي قطعو پر عسکرو سرښندونکي بریدونه ترسره شوي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتي .دایساف ځواکونو مطبوعاتي ویاند او دافغان دولت امنیتي چارواکو ترسره شوې حملې او چاودنې تاید کړي خو دمرګ ژوبلې په اړه یې جزیات نه دي ورکړي .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په ټلیفوني پیغام کې دحملو پړه پرغاړه اخیستي او زیاته کړې یې ده چې له حملې نه یې هدف په سیمه کې دایساف قومنداني ،دامریکاسفارت او خارجي ځواکونونور استخباراتي او پوځي مرکزونه او میشت ځایونه وو.چې په کامیابي سره یې په نښه کړلږ

نوموړي زیاتوي دامنیت له پلوه داسیمه ډیره مهمه ده دلته یوازي خارجیان او دافغان دولت استخباراتي او دلتي چارواکي اوسي عام ملکي وګړو ته اجازه ن ورکول کیږي چې په دې سیمه کې په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.

درې ورځې وړاندي هم دمیدان وردګ ولایت په سیداباد کې دطالبانو له لوری دامریکايي ځواکونوپه لوي پوځي مرکز دیوه لاري موټر په توسط سرښندونکي برید ترسره کړ چې ۹۰ تنو خارجیانو او افغان عسکرو ته یې مرګ ژوبله واوړوله .

دابریدونه په داسی حال کې ترسره کیږي چې دیولسم سپتمبر دپیښې دورځي دلمانځلو په مراسمو کې دامریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن خبر داری ورکړ چې پر طالبانو باندي دبریالیتوب په درشل کي دي.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x