ورزش

نړیوال جام لومړۍ تمریناتي لوبه؛ هندوستان له استرالیا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام تمریناتي لوبو لړۍ پیل شوه. لومړۍ تمریناتي لوبه کې استرالیا د هندوستان لوبډلې ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیا وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیايي لوبډلې ۴۸.۲ اورنو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۷۱ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د استرالیا لپاره میکسویل په ۵۷ توپونو ۱۲۲، وارنر په ۸۳ توپونو ۱۰۴ او بیلي په ۶۶ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې محمد شامي ۳، یادف او شرما دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه توپ اچونه وکړه. محمد شامي خپل ۹.۲ اورونو کې ۸۳، یادف خپل ۹ اورونو کې ۵۲ او شرما خپل ۶ اورونو کې ۶۲ منډې ورکړې.

هندوستان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۰۶ منډو په توپیر وبایلله.

د هندوستان لپاره رحانې په ۵۲ توپونو ۶۶، دون په ۷۱ توپونو ۵۹ او رایډو په ۴۲ توپونو ۵۳ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر دوني له کومې منډې جوړولو پرته وسوځید.

د استرالیا لپاره توپ اچووني په برخه کې کمینس ۳، سټارک، جونسن او هذلووډ دوه دوه ویکټې واخیستې.

کمینس خپل ۶ اورونو کې ۳۰، سټارک خپل ۴.۱ اورونو کې ۲۶، جونسن خپل ۶ اورونو کې ۲۶ او هذلووډ خپل ۶ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x