ورزش

فوټبال ملي لوبډلې ته نوی روزونکی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال ملي لوبډلې ته نوی مشر روزونکی ټاکل شوی. دغه نوی روزونکی چې «سلوان اسکیلزیچ» نومیږي نن کابل ته رسیدلی.

سلوان اسکیلزیچ به د دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د فوټبال  ملي لوبډلې مشر روزونکی په توګه معرفي شي.

سلوان اسکیلزیچ په اصل کې د بوسنیا هیواد څخه دی چې اوسمهال د آلمان تابعیت لري.

سلوان ۴۳ کاله عمر لري او له دې وړاندې د آلمان په فرانکفورت کې د اف ایس وي ۱۹ کلنې لوبډلې روزونکی و چې له هغې وړاندې د همدې کلب د ۲۳ کلنې لوبډلې مشر روزونکی هم پاتې شوی.

نوموړی د فرانکفورت انتراخت، هانسا روستوک او هانوور شخصي کلبونو د ۱۹ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو مشر روزونکی پاتې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x