نظــر

د اربکیانو پر وحشت د رسنیو چوپتيا

میوند سادات

په ډیر تاسف سره د هیواد په لر او بر کي د یرغلګرو ځواکونو او افغان اردو، پولیسو او اربکیانو وحشت او بربریت ورځ تر بلي مختلف شکلونه غوره کوي ، ددوی په شپینو چاپو او ورځنیو حملوکي دخلګو د وژلو، نیولو،کړولو، غلاوو، چور اوتالان پیښي په هر مالت اوکلي کي په پرله پسې ډول تکرار شوي دي .

له څلورو – پنځو کلونو راهیسي چي دجنرال پیټراییس داربکیزم پروژه رامنځته شوې دهیوادوالو په کړاونو اوتعذیبولو کي یوی نوی باب پرانستل شوی دی . اربکي ملېشې چي زیاتره یې دشر او فساد ددورې پاته شوني ، پوډریان ،چرسیان،لاري شکونکي اود ټولني منفور کسان تشکیلوي دهیڅ راز وحشت اوظلم څخه مخ نه اړوي .

وروستي راپورونه ښیې چي اربکي ملېشودفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ په نهرین سیمه کي دطالبانو سره تر جګړې وروسته دولسي خلګو پرکورونو یرغل کړی ، دیوې ښځي اوماشوم په شمول یې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او دوه سوه کورنه یې سوځولي دي، تراوسه پوري دبې کوره شوو خلګو سره هیڅ یوې مرستندویه ټولني مرسته نه ده کړې اومظلوم هیوادوال تر شنه اسمان لاندي دژمي سړې شپې سبا کوي .

دفبروري په ۵مه دغور ولایت ددره تخت سیمي – چي دهرات ولایت سره پر پوله پرته ده- اربکیانو له یادي شوي سیمي څخه ملاامامان شړلي اوجوماتونه یې تړلي دي ،دځایې خلګو په ویناچي اربکیانو اخطار ورکړی چي نور دمسجدونو دروازې خلاصي نه کړي .

په یو بل خبر کي ویل شوي چي دپکتیکا دیحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو او یاخېلو سیموکي اربکیانو دیوې ځایې مدرسې پر ودانۍ اوداستادانو پر کورنو حمله کړې ، دمدرسې په ګډون یې له پنځلسو کورونو څخه اول دکور اړوندسامانونه چور کړي اوبیایې سوځولي دي ، اربکیانو تر سلو ډیرو کورنیو ته اخطار ورکړی چي خپل کلی – کور پریږدي کنه وبه یې وژني، دې مظلومو کورنیو ته اربکیانو خپل جرم هم ښوولی هغه داچي :«تاسي دطالبانو په اړه معلومات لرئ او زموږ سره یې نه شریکوئ ، نو همدا مو سزاده » .

څه موده وړاندي هم اربکیانوپه یحی خېلو ولسوالۍ کي دوه سوه کورنیو ته خبر ورکړی ؤ چي له سیمي څخه ووځي ،ځنيو خلګو هماغه مهال هم داربکیانو له شره دخلاصون په هیله خپل کور کلی پریښوداو په خراب اقتصادي حالت کي نورو سیمو ته وکوچیدل .دیحی خېلو په بیلابیلو کلیو کي اربکیانو خلګو ته ویلي چي ټوپک واخلي او ددوی سره اوږه په اوږه ودریږي اوکو م څوک چي ټوپک نه اخلي له سیمي څخه دي ووځي .

دپکتیکا سربیره په غزني ، کندهار ، هلمند اویو شمېر نورو ولایتونو کي هم اربکیانو له خلګو غوښتي چي ددوي سره ټوپک واخلي ، که څوک ټوپک نه اخلي دمیاشتي دي شل زره روپۍ اربکیانو ته ورکړي او یادي سیمه پریږدي .

دهیواد په بیلابیلوبرخو کي حکومتي ځواکونو په تېره اربکیانو دطالبانو سره دخپلولۍ اواړیکو په شک ولسي خلګ په ژوندوني موټر پسي کش کړي ،لاسونه اوپښې یې ورڅخه پرې کړي ، په وهلو- وهلو کي یې شهیدان کړي ،دخلګوکورنه یې لومړی چور کړي بیایې سوځولي ، په مختلفو طریقو یې خلګ ځورولي اوپیسې یې ځني وړي دي، لنډه داچي دغزني په شلګر کي اربکیانودخلګوله کورونو څخه دلاندي غوښي هم غلا کړې .

داربکیانو دپورته ذکر شووظلمونو په اړه زیاتروهغو رسنیو هم دچوپیتا روژه نیولې چي پر تندي یې دبې طرفۍ اوخپلواکۍ شعار ځلیږي ، دوی دژورنالیزم اصولو ته ددرناوي، دژورنالیستیکو ارونو دمراعت کولو، بې پریتوب،خپل مسلک ته دوفادارۍ او….. نارې وهي ، خو په عمل کي دژورنالیزم پر ارونو او معیارونو هیڅ باور نه لري ، دیرغلګرو ځواکونو او حکومتي قواوو له لوري چي دمخالفینو سره څه ډول ظالمانه چلند کیږي دهغوپیښو دخبري اوتحلیلي پوښښ چانس خو دبیان ازادۍ په قاموس کي ځکه نشته چي په اصطلاح ترهګر دي ، سړی نه پوهیږم چي همدا ازادي رسنۍ دولس سره دشوو ظلمونو نه خپراوی بیا څه ډول توجیه کوي او په کومه پلمه یې دنشر څخه غاړه غړوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x