ټولنیزه برخه

د مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

تر ټولو بد او ناوړه کار په مسجدونو کې د لمونځ کوونکو د بوټونو غلا ده، نږدې د ښار په هر مسجد کې همدغه ستونزه شتون لري، په کلیوالي سېمو کې بیا الحمد لله نشته.

حل يې دادی چې په نوبت سره پرله پسې څو ورځې د لمانځه په وخت کې د بوټونو د ځای څارنه ؤشي، او يا داچې په مسجدونو کې هغه شورا چې د مسجد ستونزو اړوند پريکړې کوي، د بوټونو د غلا د مخینوي له پاره کومه مناسبه لار وسنجوي، په کابل کې د حاجي عبدالرحمن مسجد کې د بوټونو ساتلو له پاره يوه افغانۍ غواړې او ټکټ ورکوي، د ښارونو په لویو مسجدونو کې دغه هم يوه ښه طریقه کیدای شي.

ډیر ځله سړې شرميږې چې بوټونه د لمانځه په وخت کې خپل مخته ږدي،ولي چاره هم نه وي، اوس خو په ځینو فاتحو کې هم د بوټونو غلا او يا ممکن په سهوه سره بدلیدل وي ، ولي په ځینو وړو فاتحو کې د بوټونو د غلا امکان هم شته.

په مسجدونو کې یوبل ناسم کار دادی چې کله ملاامام د فرض لمانځه وروسته سلام وګرځوی، دوه درې نفره هم مهاله سمدستي ږغ کوي او د سوال او پيسو غوښتنه کوي، سمه ده دوی به غریبان وي، اړتیا به لري، ښه داده چې د مسجد د باندي څادر اوار کړي، او د فرض لمانځه وروسته د هغو لمونځ کوونکو چې سنت یا نفل لمونځ کوي دهغوئ ذهن او توجه ورخرابه نه کړی.

اوس يو نوی کار کيږي سوالګر هم د جمعې د خطبې په وخت کې څادر په دوو نفرو نیولي ګرځوي او په صفونو کې ګرځي پیسي ټولوي، دغه خلک د مسجد طالبان نه وي، عادي سوالګر وي، مګر هیڅوک جرائت نه کوي چې هغوئ منع کړي، ښه داده چې د مسجد امام، مؤ‌ذن او د مسجد شورا د دغو خلکو سوء استفادې ته متوجه وي.

سمه ده چې په ځینو مسجدونو کې د هغه مسجد د ملاامام په خوښه طالبان د خطبې په وخت کې پیسې په څادر کې ټولوي، زه په دي اړه د اوس له پاره څه نه وایم.

د ښځې اواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه حرام دی، کله چې نارینه د جمعې لمونځ اداء کړي، ځينې ښځې د پيسو ټولولو له پاره په لوړ اواز ژاړي، نه داچې ږغ وکړي، دغه ژړا دومره په زوره وي هغه کسان چې سنت لمونځ اداء کوي، دهغوئ توجه اړوي.

دلته له سوالګرو سره ماشومان هم وي، کله چې ځينو ښځو ته پیسې ورکول شي، نورې میرمنې چې پاتې شي پیسې ورنه کړل شي هغوئ هم بده ورځ کوي، او ماشومان يې بیا سړي ډیر تکلیف کوي. که د مسجدونو د شورا خلک په دي اړه هم داسي فکر وکړي چې د سوالګرو دسوال طریقه سمه کړل شي. اصل کې خو دغه کار که چیرته اسلامي نظام وي، دهغوئ دنده ده چې ددغه ډول ناسمو کړنو مخنیوي او سمه چاره ورته وسنجوي.

ځينې ورونه بیا د جمعې ورځ او داخترونو ورځو کې داسي بې کیفیته عطر کاروي چې د نورو خلکو د اذیت سبب ګرځي، عطر او خوشبو سنت ده، مګر هغه چې نور خلک ځینې تکلیف نه شي، د عطرو په انتخاب کې فکر کول په کار دي.

د ښارونو د مسجدونو ډیر زیات واک د مسجد له شورا سره وي، حا ل داچې ځينې شرعي او دینې مسایل وي، په اړوند يې پریکړه باید له امام سره ومنل شي، مګر په ځينو وختونو کې د مسجد شورا کسان غواړي ځانته ډیر حقونه ورکړي. که دشورا مشر يې امام وي بیا به ښه وي.

ځينې جوماتونه د کلیوالي او خیلي سیالیو په توګه کارول کېږي. هر با نفوذ شخص هڅه کوي، چې پر جومات ډېر تسلط ولري، او په دې توګه په کلي کې خپل رقیبان مات کړي. یعنې پاملرنه د جومات لپاره خو ناروا کار نه دی، دوی دغه پاملرنه د دې لپاره کوي، چې خپل نفوذ غښتلي کړی او د نورو خیلونو او اړخونو نفوذ کمزوری کړي، چې دا هم ډېر سخت ناورا عمل دی، خدای دې موږ او تاسې ترې وساتي.

حج او اوقاف ریاست هم د مسجدونو په ملاامامانو ځينې شیان تحمیل کوي، داچې د ملا پېژندنه باید له ځینو ادارو سره ثبت او راجسټر شي، داچې ملاامام باید په ځینو وختونو کې ځینو ادارو ته راپور ورکړي، داچې ملاامام باید په خطبه کې ددولت تګلاره په نظر کې ونیسې، او په ځینو وختونو کې د خطبو له پاره ځانګړې موضوع ورکول کيږي. البته د ښارونو په مسجدونو کې او هغه مسجدونه چې ددولت سره راجسټر دي، که ملاامامان خپلواک او ازاد نه وي، بیا نو د حق ویلو تمه هم هومره نه شي ورنه کیدلای. که د خطیبانو يوه ځانګړې ازاده ټولنه وای، ښه به وای چې په اړینو مسایلو يې بحث کولای او هغه مسایل چې اړین وی د جمعې په خطبه کې يې د ویلو پریکړه کولای.

په کلیوالو سېمو کې په مسجدونو کې خلک دنیوي او ډول ډول خبرې کوي، که امام تکړه وي مخنیوی يې اسانه کولای شي. حتی په ځینو سړو سېمو کې خو د ژمې تاوخانه (ګرم ځای او توده کوټه) هم په مسجدونو کې وي، او د ژمې د بانډار ځای يې مسجد وي.

ځینې امامان د کلي، سېمې او یا مسجد مشر ته د هغه تر رارسیدو لمونځ ځنډوې، که څه هم ټاکلی وخت به پوره وي، دغه کار په نورو لمونځ کوونکو ښه نه لګيږي، ښه داده چې اول خو هغه مشر په خپل وخت لمانځه ته حاضر شي، او که نه ملاامام چې وخت پوره شي باید اقامت ویلو ته اجازه ورکړي، ځکه جز دکل تابع وي، بل داچې نه احترام دی او نه ثواب چې يو نفر ته له دي کبله نور خلک انتظار شي چې هغه د کلي او یا مسجد مشر دی.

د مسجدونو د ډیروالي خبره په کلیو کې ده، يو کلی به وي، مګر کلیوال به رقابت کوي، په ډیره لنډه فاصله کې به څو مسجدونه وي، ښه داده چې يو مسجد وي او لمونځ کوونکي ولري، نه داچې مسجد وي خو لمونځ کوونکې پکې نه وي، په ځینو کلیو کې خو د ځینو مسجدونو دروازو ته قلف لویدلي وي، نه امام لري او نه لمونځ کوونکې، يو کور وي ځانته يې جوړ کړی وي، دغه ډول کړنه ګناه ده. باید کلیوال او علماء يې مخنیوي وکړي. هو که خلک ډیر وي او هر مسجد لمونځ کوونکې پیداکړي، بیا دي نږدې هم جوړ شي، لکه په ښارونو کې چې ډیر نږدې، حتی د سړک په يوه غاړه يو مسجد وي په بله غاړه به يې بل مسجد وي، مګر دواړه مسجدونه چې وکتل شي ، ډیر خلک به پکې د لمانځه له پاره شتون لري.

په ښارونو کې په ځینو مسجدونو کې مسالئې خولۍ ايښې وي، که کوم ځوان سرتور سر په لمانځه ودريږي، او يا خو د جنوب ولایتونو کې لنګوټه پر سر ونه لري، کلیوال په ښه سترګه ورته نه ګوري، دا ډول ځينې نور واړه اختلافونه وي، مګر کلیوال شخړې ته پري ورسيږي، ښه داده چې ملاامام د فتنو د مخنیوي له پاره خپل مقتیدان وپوهوي چې ددوی اعمال د فتنې سبب نه شي. او په ځینو وړو مسایلو شخړې او جنګ ته خبره ونه رسيږي.

د کابل او په ټوله کې د افغانستان په ټولو لویو او وړو ښارونو کې مسجدونه سم اومناسب د اودس کولو ځایونه نلري، اوس نوي غټ مسجدونه چې جوړيږي دغه ستونزه په نظر کې نیسي، ښه داده هغه زاړه مسجدونه چې دغه ستونزه لري او د اودس کولو له پاره د ځای ساحه ولري، ورته جوړ شي، او که د ځان مینځلو ځینې غرفي ولري، داخوبه ډیره ښه وي، زه خو امید لرم چې په ژمې کې په کابل او سړو ښارونو کې د ګرمو اوبو تنظیم هم ؤ شي.

د کلیو په مسجدونو کې بالعموم د اوداسه ځای په نظر کې نه نیول کيږي، سمه ده چې په کلي کې ویالې شته، اوبه شته، مګر کله اوبه وچې شي، ویالي نه وي روانې، د اوداسه له پاره د ځانګړې ځای اړتیا وي.

یو بل ډیر ناوړه عمل چې په جوماتونو کې ترسره کېږي، هغه حجامت دی، په اطرافي سیمو کې یو عادي دود دی، چې ډم راځي او د جومات د ساحې په دننه کې د کلیوالو د سرونو او بریتونو ويښتیان ورکموي.

لویه ستونزه چې موږ يې لرو هغه د میرمنو له پاره په مسجد کې ځانګړی ځای او يا ځانګړی مسجد نه شته، کله چې میرمن له کوره ووځي بیا نو هغه فکر کوي چې نور د لمانځه کولو چانس نه لري، په لویو لارو هم د لمانځه له پاره هیڅ ډول ترتیبات میرمنو ته په نظر کې نه دی نیول شوي، ښه به وای چې د نارینه ؤ د مسجد ترڅنګ يا خو همدغه مسجد کې کوچنی ځای بېل او پرده پکې ولګول شي او يا ورسره جوخت يو کوچنی د میرمنو مسجد شتون ولري، دا ډول د میرمنو له پاره د اوداسه بېل ځای. ددې کار له پاره تر ټولو د همهغه مسجد ملاامام ښه رول لري، چې د هغې اړوند سيمې خلک قانع کړي، او عملا دمیرمنو له پاره د ځانګړي ځای اقدام وکړي.

ځينې کلیوال مسجدونه داسي وي چې ملاامام ته ځانګړی اطاق نه لري، ملاامام په هغه مسجد کې بستره ايښې وي او مسجد يې د اوسیدو او ویده کیدو ځای وي، او ځينې خو داسي هم وي چې د مېلمه ځای يې هم مسجد وي، دغه کړنه هم سمه نه ده، ملایان خلکو ته وایې چې په مسجد کې مه ویده کيږئ، خو کله چې دده په اړه سوال کیږي بیا وایې چې ضرورت دي، ښه داده چې کلیوال د ملاامام د جلا اوسیدو له پاره غم وکړي.

د روژې میاشت کې او ځینې وختونه د خیرات ډوډۍ په مسجد کې وي، حال داچې د مسجد نظافت باید زیات وساتل شي، هو که ځای نه وی، ښه داده چې د مسجد څخه دباندي فرشونه اوار کړل شي، مګر په مسجد کې خلکو ته ډوډۍ ورکول د مسجد نظافت خرابوي. ولي که يواځي د روژه مات له پاره يوه خرما وي، بیا کومه ستونزه نه ده، خو که شړومبي په فرش توئيږي او يا کتغ د مسجد فرش بد بویه کوي، دا بیا سم کار نه دی.

ماشومان ښه دي چې د مسلمانانو دغه مهم او عظیم عبادت ووينې، مګر مسجد ته د ډیرو کوچنیو ماشومانو ننویستل د نورو لمونځ کوونکو توجه خرابوي، ولي که داسي ماشوم وي چې لمونځ کولای شي، بیا ستونزه نه لري.

نفل لمونځ او سنت رکعتونه بهتره به وي چې د باندي ؤښي، ځينې کسان وي چې د نورو لمونځ کوونکو خیال نه ساتي، يو خو جماعت ورنه تیر وي، يا ناوخته راشي، بل نو بیا نفلونه هم ډیر کوي، د هغو لمونځ کوونکو لاره يې بنده کړي وي چې هغوئ په جماعت سره لمونځ اداء کړی وي، ځينې وروڼه خو داسي وي چې مسجد کې به ځای وي، مګر بیا به هم د مسجد په اخر کې ولاړ وي، ددي ویره وي چې سړی يې په تیروتنه دده د لمانځه مخکې تیر شي، ښه داده چې دغو وړو ستونزو ته متوجه واوسو، او ملاامامان په تکرار سره خپل مقتدیان مخاطب کړي.

ځينې داسي وروڼه وي، ښه پوهیږي چې د جماعت وخت نږدې دی، مګر په سنت او يا نفل لمونځ ودريږي، کله چې د جماعت اقامت وشي که څه هم دغه نفربه رکوع ته نه وي تللی خو دوه رکعته او يا څلور رکعته پوره کوي، باید خلک وپوهول شي، ځينې بیا دومره نابلد وي چې د جمعې دورځي دوېم اذان او يا خطبه شروع وي، مګر دغه ورور بیا هم د سنت لمونځ نیت تړي.

په ځینو کوچنیو مسجدونوکې تشناب د مسجد له محراب سره ډیر نږدې وي، ښه داده چې تشناب د محراب سره نږدي نه وي.

ځينې ځایونه په زیارت کې دننه مسجد وي، او يا خو په هدیره کې مسجد وي، دغه اختلافي موضوع هم د ملاامامانو له خوا روښانه کول په کار دي.

په لويو ښارونو کلیو کې ډیری داسي پخوانی مسجدونه دي چې دهغه وخت سره سم د قبلې جهت يې دهمهغه وختونود وسایلو او دلایلو له مخې ټاکل شوې، دهغه وخت د شرایطو او ظروفو په نظر کې نیولو سره موږ يې ډیر احترام لرو، اوس چې ټکنالوژي پرمختګ کړی، ځينې داسي مسجدونه شته چې د قبلې زاویه يې تغیر لري، مګر که د مسجد خلکو ته وویل شي، پر هغوئ درنه تماميږي، وايې چې زموږ پلرونو او نیکونو همداسي همدغه جهت ته لمونځ کړی، نه له امام او نه هم له بل چاسره خبره منې چې يواځي په مسجد کې دننه د فرش زاویه لږ بدله کړي او د قبلې جهت يې سم شي. ځينې لوی مسجدونه دي چې په لوی لاس يې د قبلې لوری د ملاامام د غفلت او ځینو نورو سببونو له کبله سم نه دی ټاکل شوی، په اوس وخت کې په دي اړه د ملاامامانو توجه ډیره اړینه ده چې قوم او مقتدیان وپوهوي، او د هغو مسجدونو د قبلې لوری سم کړي کوم چې ستونزه لري.

مسجدونه د ذکر، عبادت ، درس او تدریس له پاره دي، نه داچې خیراتونه، او بانډارونه وی، د ختمونو اړوند هم زموږ مشر انو علماؤ خلکو ته دغه مسئله نه ده واضیح کړي، چې په مسجدونو کې ختمونه که کیږي په کوم ډول باید وي؟

په لویو ښارونو کې بالعموم فاتحې په مسجدونو کې اخستل کيږي، يو لوی سرخوږی دی، هلته به د دولت امنيتې کسان هم راځي، عسکر او پولیس له بوټونو سره ننوځي، اول خو دغو امنیتې کسانو ته اړتیا څه ده چې په رسمې وخت کې فاتحې ته ځي، بل داچې مسجدونه يې د ذکر، درس او تدریس نه منع کړي وي. دا هم ستونزه ده چې مسجدونه د فاتحو ځایونه ګرځيدلي دي.

يو بل رواج دادی چې په مسجد کې پاک ښایسته فرش ویړ وي، مګر بیا به د ملاامام وروسته په شمار څو نور جای نمازونه غوړيدلي وي، او په ځینو مسجدونو کې خو نږدې لومړی صف تر نیمايې پوري په اضافي جای نمازونو ډک وي، په ځینو مسجدونو کې بیا د هر سړي جای نماز معلوم وي، په مسجد کې د ملاامام نه سواء د هیچا ځای ځانګړی کیدای نه شي.

کله چې د مسجد امام د څو ورځو له پاره چیرته ځي او يا کوم وخت د جماعت لمانځه ته ځان نه شي حاضرولای، ښه داده چې مناسب بل څوک غوره کړي چې د لمانځه په وخت کې د خلکو امامت وکړي، نه داسي څوک چې په جهر لمانځه کې په قرائت کې د ډیرو تیروتنو سره سره بیا هم قرائت ته ادامه ورکوي.

ځينې وروڼه چې بوټونو کې يې پښو بوی کړی وي، ديته توجه نه کوي چې هغه جرابې لیري کړي، او يا خو پښې پاکې پریولې، همدغسې له بدبویه جرابو سره د مسجد په فرش دریږي، بیا فرش هغه بوی له ځان سره ساتي، په کلیوالو سېمو کې ځینې بزګر په خټو له چټلو پښتو سره او په ښارونو کې ځینې مستریان او … له خیرنو جامو سره په جماعت کې دنورو لمونځ کوونکو سره په صف کې دریږي. ښه داده چې لومړی پښې او جامې پاکې او بیا مسجد ته داخل شي .

د ځینو دوستانو د خولې يو ډول بوی ځې چې اوږه يا بل داسي څه يې خوړلي وي، په صف کې دواړو لوروته کسان ورڅخه تکیف کيږي، ښه به وي چې مسجد ته دتګ نه مخکې خوله پاکه ووینځې او هڅه وکړي چې د خولي بوی ورک شي.

د صفونو د ترتیب اړوند احتیاط په کار دی، چې د دوو تنو ترمنځ ډیره فاصله نه وي، کوږ نه وي، واړه ماشوما ن سپین ژیرو ته ځای پريږدي.

یو بل مشکل دادی ځينې وروڼه دریشې لري، مګر کله چې سړی په نفل يا سنت لمونځ ولاړ وی، ځينې دغه کسان چې دریشې لري که دسړي مخکې ولاړ وي، او رکوع ته ولاړ شي، نو بیا يې هغه بنین پورته شي، عورت يې ښکاره کيږي، ډیر احتیاط په کار دی. حتی کله خو چې په جلسه کې ناست وي هم يې عورت د شا نفر ته ښکاري، که څوک ووايې چې د شا سړی دي د سترګو نظر کښته ساتي دغه يې ځواب نه دی.

زموږ ټولنه نالوستې ده، ډیرو کسانو لمونځ له خپلو میندو او يا د کور دنالوستو غړو نه یاد کړی، ستونزه لري، که ملاامامان په حکمت سره د کلي او مسجد خلکو ته لمونځ تکرار تکرار وښئې او بیا يې پر دوئ هم په پوره حکمت سره تیر کړي، ځکه زموږ خلک په دي هم خفه کيږي چې ورته ووايې لمونځ دي سمه نه دی زده.

دا ډول د لمانځه او اوداسه فرض، واجب، سنت او مستحب هم مقتدیانو ته په تکرار سره د لمانځه وروسته د ۵ دقیقو له پاره که په ورځ کې يوځل ، د يوه وخت فرض لمانځه له اداء نه وروسته وویل شي.

د موبایل زنګ بیا هغه چې سندره وي، لوی ناورین دی، که په مسجدونو کې هغه آله ولګيږي چې د موبایل سیګنال بندوي، يا داچې کله هم زنګ راځي هغه نفر باید موبایل ته لاس کړي، او بند يې کړي، په دي اړه لازمې لارښوونې ملاامامان خپلو مقتدیانو ته وکړي.

د ملاامام له خوا د خطبې ویلو په وخت کې ځینې ځوانان خبرې کوی، په کار ده چې په تکرار تکرار سره دغه خبره خطیب وکړی چې د خطبې په وخت کې باید خلک خبرې ونه کړی.

په ځینو مسجدونو کې لوډ سپيکرخراب وي، خو بیا هم ملايې د چالان ساتلو هوس کوي، ښه به وی چې یا خو سم شي او يا بیخې ګول شي.

د جمعې لمونځ ځينې امامان خاص وخت ورته نه مراعت کوی، چې خلک ناوخته راشي امام هم خپل تقریر اوږدوي، بل داچې د تقریر انداز او وخت چې معلوم وی، نیم ساعت، درې پاوه او يا یو ساعت، کله کله له ټاکلي وخت نه ډیر شي.

په مسجد کې ډیری کسان له لمانځه وروسته او ځانګړې ډول د مازیګر لمونځ وروسته یا خو ذکر کوي، يا تلاوت، مګر ځینې وروڼه چې نوي داخلیږي په ډیر لوړ اواز سره سلام اچوي، د ذکر کوونکو حضور ورخرابوي.

ځينې مسجدونه د چندو او بسپتنو له پاره همداسي نیمګړي ساتل کيږي، هغه خلک چې داکار کوي، فکر کوي چې مسجدبشپړ کړي بیا به د چندو دروازه پرې بنده شې، لویه ګناه کوي، چې د خدای په کور باندي نارواه تجارت کوي، دا ډول ځینې خلک مدرسې هم د ورته کار له پاره جوړوي او کاروي.

په لویو ښارونو کې د مسجدونو بندیدل هم ستونزه ده، يواځي په مشخصو وختونو کې خلاصيږي، د جماعت د لمانځه کولو پرمهال، جماعت اصل د ټولنیزو اسلامي فعالیتونو مرکز دی، که ممکن وي چې خلاص وساتل شي، خو چې د پوډریانو له خوا يې د فرش غلاکولو ویره نه وي.

پورته ځينې ټکې او خبرې وي، چې له ډیره وخته مې ذهن کې ګرځيدلي، امید دی چې په ورڼو درنې تمامې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hassan

ډيره مننه مطمئن صيب ډيرى خكلى خبرى وى اوخه ستونزي دى ذكر كړى الله دى وكى چې هر مسجد كى دا ستونزي حل شى او خاصكر دښځو دمونځ زاى جوړول ډير ضرورى دى.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x