افغانستان

اسماعیل خان: په کابینه کې د کمونیستانو په شتون کې امنیت نه شي راتلای

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳): له څلور میاشتو پرلپسې ناندرو وروسته د ګډحکومت مشران په دې وتوانېدل چې ولسي جرګې وزیران معرفي او ۸ وزیران او د ملي امنیت رییس ترې د باور رایه ترلاسه کړي.

په کابینه کې د کمونستي دورې چارواکو شتون د یو شمېر پخوانیو مجاهدینو توند غبرګونونه پارولي دي.

پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل خان په هرات کې لسګونو پلویانو او قومندانانو یوې غونډې ته ویلي چې نیمايي کابینه له کمونستانو څخه تشکیل شوې او حکومت د کمونستانو په موجدیت کې نشي کولای چې امنیت تامین کړي.

اسماعیل خان د سلواغې د ۲۶مې ( افغانستان څخه د روسانو د وتلو ورځ) ته په اشارې سره ویلي چې ګډحکومت باید «مجاهدین» له پامه ونه غورځوي.

دغه پخواني جهادي قومندان زیاته کړې چې نیمه کابینه له کمونستانو څخه تشکیل شوې او د کمونستانو شتون په هېڅ صورت افغانستان کې امنیت نشي تامینولای او نه هم ابادي راوستلای شي.

محمد اسماعیل خان چې د ټاکنو پر مهال د پخواني جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف د ولسمشرۍ لومړي مرستیال و، په تونده لهجه ویلي هغه کسان چې مجاهدین د وطن د خرابۍ او بربادۍ لامل ګڼي «باید په دې پوه شي که مجاهدین نه وای اوس به حتا د افغانانو نومونه روسي وای.»

نوموړي له ګډحکومت څخه غوښتي چې په کابینه کې باید «مجاهدین» له نظره ونه غورځوي.

هغه وویل چې د «مجاهدینو» په نشتون کې حکومت به په ملي او نړیواله کچه هیڅ رشد او پرمختګ ونه کړي.

اسماعیل خان چې تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزیر او د هرات والي و، په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د ګډحکومت له راتګ سره په هرات کې امنیت خراب شوی دی.

د هرات د دغه پخواني والي د معلوماتو پر اساس په تېرو ۴۵ ورځو کې نېږدې ۶۴ کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د هرات ولایتي شورا پخواني رییس سیدوحید قتالي دغې غونډې ته ویلي چې د ګډحکومت ناسم سیاست په هېواد کې امنیت د خرابېدو ستر سبب دی.

نوموړي زیاته کړه هغوی چې «مجاهدین» د هېواد له سیاسته ویستي، خپله هم په دې نه توانیدلي چې د خلکو جهادي ارزښتونه وساتي.

په تېرې یوې میاشت کې دا درېیم ځل دی چې اسماعیل خان د ګډحکومت پر ضد توندې څرګندونې کوي. اسماعیل خان په هرات کې مشهور قومندان و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

تورن صیب !

تاسو چې د یو عسکري صاحب منصب په توګه د برېښنا وزیر وی نو هغه وخت دې کمونستانو ته هیڅ پام نه وو خو اوس منصب نلرې نو د کمونستانو د نفوذ شکایت کوې.

تورن صیب

تاسو دا فکر مه کوی چې ګواکي د برېښنا وزارت ستاسو لپاره امتیاز وو، تاسو ته امتیاز ښکارېده خو په حقیقت کې د اشغالګرانو لخوا ستاسو د خصي کولو یوه پروسه وه تر څو مو د جنګسالاری له مقامه راوغورځوي.

تورن صیب

اوس ته خپله قضاوت وکړه د طالبانو په لاس خصي ښه وې که د اشغالګرانو په لاس؟

اسد الله

تورن اسماعیل خو بیا شروع وکړه ، اوس یی بیا کمونیستان بهانه کړل ځکه ده ته چوکی نده رسیدلی ، د ټولو کمونیستانو بلا د په تا شی ای خاینه ته خو د ملت قاتل او د ایران جاسوس یی ، اسلام باندی ملنډی مه وهه ای وطن پلورنکی ، تا خو د جهاد په نامه هر څه تر لاسه کړل ، ځان ته دی ډیر خدمت وکړ مګر ایا کومه ورځ ورغلی د کومی هراتی کونډی اوښکی د پاکی کړی ،؟ کوم هراتی یتیم ته د څه ورکړل ؟ پخوا خو هم په حکومت کی کمونیستان شامل وهه مګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x