افغانستان

لندن تایمز: طالبان په قطر کې سیاسي نمایندګي پرانیزی

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: برتانوۍ  ورځپاڼې لندن  ټایمز رپوټ  ورکړی چې دوئ ته غربي دپلوماتانو د نوم نه ښودلو په شرط  ویلي چې د روان کال تر اخیره به طالبان په قطر کې  یوه  سیاسي نمایندګي پرانیزی ، او امریکا هم د اغواړي، چې  له دې لارې د طالبانو اوسپینې ماڼۍ  تر منځ په رسمي توګه د سولې  دخبرو اترو لاره خلاصه شي.

هغوئ  زیاته کړې چې  دا نمایندګي به دسفارت یا کونسلګیري  غوندي  رسمي  بڼه نه لري 

بلکي دیوه عادي دفتر او دسوله ایزو خبرو اترو دجاري ساتلو لپاره به دطالبانو دیوه مشخص ادرس  په توګه  کار تري اخیستل کیږي.

د ورځپاڼې  په وینا امریکا نه غواړي  چې دا نمایندګي د پاکستان تر نفوذلاندې ساحه  کي وي، بلکې  هغوئ  په دې ټینګار کوي  چې باید د طالبانو دا رسمي نمایندګي د پاکستان له  نفوذ څخه لیري وساتل شي،  اود قطرهیواد  دې ته تیاری وښود  چې په خپلې  خاورې کې داسې یوې نمایندګۍ  ته  ځای ورکړي..

د ورځپاڼې  په حواله  همدغو دپلوماتانو وویل چې په دې مرحله کې امریکا او بریتانیا کوشش کوي تر څو د افغاني حکومت او طالبانو تر منځ اختلاف ختم کړي، او د افغانانو تر منځ سوله را منځته کړي..

هغوئ  وویل چې طالبانو ته به دا اجازه نه ورکول کیږي چې له دغه دفتر څخه د پیسو او د جګړې لپاره د فنډ را غونډولو یو ادرس جوړ کړي، بلکې  طالبانو ته به دهمدغې نمایندګۍ  په زریعه   یواځې ددې  ضمانت ورکول کیږي چې دلته به  د دوئ  دفعالیت  مخه   دامریکا اودهغوئ په ایتلاف کې دشاملو هیوادونو له لوري نه نیول کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x