ادبي لیکني

د جمعه ګل استاد وفادار شاګرد

لیکوال: فريداحمد يوسفزى

زموږ په ولايت كې د جمعه ګل استاد په نوم ډېر مشهور مستري و. ده په خپل كسب او كار كې د خلكو په مينځ كې خاص شهرت درلود. هغه د هر ډول موټرونو مستري و، او د مختلفو موټرونو پرزې يې په دوكان ساتلې، خو د هغو موټرونو چې په لين كې چلېدل؛ د هغو پرزې يې ډېرې ساتلې، خو د پلنكوچ، ملي بوس او سرويس موټرونو پرزو ته يې ځانګړې توجه كوله، ځكه چې په پسرلي كې به يې د نورو وختونو په پرتله د دې موټرونو كارونه ډېر وو.
زموږ د سيمې هوا ګرمه ده، خلكو يې غوښتل چې كابل او سړو سيمو ته لاړ شي او د اوړي په موسم كې زموږ د سيمې مېوې او تركاري هم رسېده، کله به چې موټر چلوونكي په هوټلونو او سرايونو کې سره راټول شول، نو د جمعه ګل استاد د مستريتوب او د هغه د هر ډول موټرونو د پرزې د لرلو او د پرزو ساتنو صفت كېده. جمعه ګل استاد ډېر كوښښ کاوه، چې د خلكو كارونه په ښه توګه ترسره كړي او غوښتل چې پردي زړونه لاسته راوړي، ترڅو مشتريان يې نسبت نورو ته ډېر شي.
جمعه ګل استاد يو بل خصلت هم درلود، هغه دا چې كومې پرزې چې ډېرې په كارېدې هغه به يې د دوكان په ښه ځاى كې ساتلې او ښه ګريس به يې وركول، خو كومې پرزې به، چې به ډېر نه پكارېدې هغه يې راټولولې اود كباړ په ډول يې پلورلې.
زموږ د سيمې هر موټر چلوونكي هڅه كوله، چې خپل موټر د جوړولو لپاره جمعه ګل استاد ته ودروي، ځكه چې هغه د زړه له اخلاصه كار كاوه.
جمعه ګل استاد نه غوښتل، چې له خپل كسب نه ورهاخوا كار وكړي، ځكه چې دی يوازې و او زامن يې واړه وو، چې په وركشاپ کې ورسره كار وكړي.
جمعه ګل استاد سره له دې، چې خپله يې كار كاوه، نور شاګردان يې هم درلودل او په وركشاپ كې به يې ورسره په كار بوخت وو.
وروسته له څو كلونو د جمعه ګل استاد زوى ځوانۍ ته ورسېده، په دې فكر كې شو، چې زما زوى اوس كار باندې څه نا څه پوه شوى دى او كولاى شي په يوازې توګه د بل وركشاپ كار مخكې يوسي، نو بايد دوكان ورته جوړ كړي.
په همدې سوچ كې ډوب و، چې ناڅاپه زموږ د سيمې يو بل مشهور مستري هفته ګل استاد ورباندې غږ وكړ، مبارك دې شه جمعه ګل استاد! دغه ده زوى دې نام خدا هم په خپل مسلك كې ښه رسېدلى دى.
– هو هفته ګل استاد! زوى باندې مې ډېر تكليف وويست، ترڅو زما لاس ورباندې سپك شي.
– جمعه ګل استاد! دغه ده زوى دې ښه كار كوي داسې ښکاري، چې ډېر كوښښ دې ورباندې کړی؟
– نه هفته ګل استاد! دا لومړى ځل دى، چې په يوازې توګه موټر جوړوي.
– جمعه ګل استاد! خداى پاك دې يې له بدو سترګو نه درته وساتي.
جمعه ګل استاد خپل كار پرېښود او راغى كور ته او خپلې ښځې ته يې وويل مبارك دې شه، چې زوى دې اوس په څه نا څه په كار باندې پوه شوى دى او كولاى شي په يوازې توګه د يو بل دوكان كار مخكې يوسي. نن مې زوى د لومړي ځل لپاره موټر جوړ كړ او ښه كار يې وكړ. ښځې يې زر تر زره د خپل زوى تندى ښكل او د خداى پاك شكر يې ادا كړ، زر تر زره ورته د موماڼې دود وكړ او په دې شپه يې خپل زوى له نورو زامنو نه لږ ښه ونازوه. زوى يې د مستريانو په كلي او نږدې شااوخوا نورو سيمو كې ډېر مشهور شو.
د جمعه ګل استاد زوى ډېرې خوبيانې درلودې، له خپلو همځولو سره يې هم ډېره ښه ملګرتيا كوله، همدارنګه يې له كسبګرو او موټر چلوونكو سره ښه چلند كاوه.
كله چې جمعه ګل استاد په دې پوه شو، چې زوى يې په يوازې توګه د يو بل وركشاپ كار كولاى شي، په دې هڅه كې شو، چې خپل زوى ته دوكان پيدا كړي. له ډېر ګرځېدو، را ګرځېدو وروسته يې د خپل زوى لپاره دوكان پيدا كړ، زوى يې له خپل پلار نه جدا شو او په نوي دوكان كې يې كار پيل كړ او خپله جمعه ګل استاد په پخواني دوكان كې پاتې شو.
ده د معمول په څېر خپل ورځنی كار کاوه، خو كله به چې يې د خپل زوى په دوكان كې له مستريانو او موټر چلوونكو سره مخامخېده ، ده ته به يې شكايتونه كول، د شكاياتو لړۍ دوام پيدا كړ، ترڅو چې بله ورځ جمعه ګل استاد له ځان سره تصميم ونيوه، چې د خپل زوى دوكان وتړي، بيا هم جمعه ګل استاد د مستريانو شكايت داسې وګاڼه، چې كېداى شي د زوى ځواني يې له ده نه د شكايتونو سبب شوې وي، خو وروسته پوه شو چې نه؛ د خلكو شكايت د ځوانۍ له امله نه دى، بلكې د ډېرې ازادۍ وركول دي.
جمعه ګل استاد سم د لاسه د خپل زوى دوكان ته قفل واچاوه او خپل زوى يې كور ته ولېږه، د هغه پر ځاى يې خپل وفادار شاګرد راوست او دوكان يې ورته وسپاره.
دغه شاګر يې له ماشومتوب نه ورسره كار كاوه او په كار باندې ښه پوه و، له خلكو سره يې هم ښه سلوك كاوه او د موټر چلوونكو په منځ كې يې هم ښه محبوبيت درلود، نو ځكه جمعه ګل استاد تصميم ونيوه، چې د خپل زوى دوكان خپل وفادار شاګرد ته وسپاري.

اوس نو جمعه ګل استاد لكه د پخوا په څېر خپل ژوند او روزګار مخكې وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x