نظــر

خرم صیب! دا کڅوړې هم یوه ټونګه غواړي

لیکوال: جمال الدين جمال

معمولا د حقایقو راسپړل هغه وخت خوند کوي چې راسپړونکی د پېښو په منځ کې وي، خو کله چې لوبه پای ته ورسي، په دې حالت کې هم له حقایقو پرده پورته کول ښه دي، خو هغه د لومړي حالت خوند نه وي پکي. بلکې د را سپړونکي په اړه ګڼې پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي.

ځینې فکر کوي چې هغه وخت یې ځکه حقایق نه ویل چې ده ته یې تاوان کاوه، که څه هم چې ولس او خلکو ته یې ګټه کوله، ځینې وايي اوس یې د ځان سپینولو لپاره وايي، په دې معنی چې ګواکي زه د ډنډ په منځ کې پاک ستره ولاړ وم، نه مې جامې چټلېدې او نه یې بدبويي راتله! او نه پرې پوهېدم. دا نظر هم شته چې له پېښو وروسته د حقایق راسپړل کله کله د ځان مطرح کولو لپاره هم کېږي.

له پېښو وروسته د حقایق د راسپړلو په اړه هغه وخت د یو چا په رېښتینولۍ باور کېدی شي چې کله حقایق را سپړي نو ښه او بد ټول را وسپړي، تر څو خلک پوه شي چې د سړي موخه یوازې د حقایقو را سپړل دي، کومه بله موخه نه لري، او که داسې وي چې یوازې د ځان بره او دبل ټېټه وايي، بې له شکه چې د هر چا په ذهن کې ګڼې پوښتنې را ولاړېږي.

له څه وخت راهیسې عبد الکریم خرم صیب چې د کرزي صیب ددفتر رئیس و، د ځینو پېښو په اړه لیکنې پیل کړې دي، دا ښه کار دی، تر څو خلک له حقایقو خبر شي، که څه هم چې له هر لوستونکي سره پوښتنه پیدا کېږي چې خرم صیب! هغه وخت چېرته وې؟ قلم نه و؟ کاغذ نه و؟ کمپیوټر نه و؟ که دې لاس چا نیولی و چې لیکل به نه کوې؟

خو بیا هم ددې لپاره چې په دې ډول خبرو باور وشي، او خلک  په رښتیا د حقایقو په سترګه ورته وګوري،  اړینه ده چې هغه ایراني کڅوړو ته هم یوه ټونګه ور واچول شي! همدارنګه د ډالري کڅوړو خوله هم را خلاصه کړل شي! د پاکستانیو او هندي کلدارو غوټه هم  پرانیستل شي، د پونډ په اړه هم یو څه خوله چوله کړل شي!

یوازې دا نه، بلکې دیته ورته له نورو ترخو حقایقو نه هم پرده پورته کړل شي، کېدای شي له دې ډول حقایقو نه پرده پورته کول به د خرم صیب لپاره د سر په بیه تمامېږي، خو تاریخ به یې نه هېروي.  او که داسې وي چې خرم صیب ته  دنده سپارل شوې وي، بیا نو ددې ډول حقایقو راسپړل خپله خرم صیب ته له ګټې تاوان زیات کوي.

د یادونې ده چې حقایق نه پټېږي، د وخت په تېرېدو هر څه را بر سېره کېږي، خو ګټه د هغه چا ده چې له دې ډول حقایقو خبر وی او  د راسپړلو لپاره یې لومړی ګام پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

یاره جمال صیب – سلام او احترام

په غټه سترګه مو ورته کتلي.

ای کاش ټونګه لرونکی ذیروح وای

زه به د لاسپوڅو نښې نښانې درته ووایم که مو وپېژندل

هسک کوناټي، ټیټ سرونه، پڅې خولې او څټونکې ژبې لري، په دیوثی کې لومړی مقام لري، ها که دې وپېژندل

ته یې دا شکل ته وګوره کټ مټ ماغه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x