افغانستان

بشري ټولنه: افغانی پولیس اوځایی میلیشي دعامه خلګو حقوق ترپښولاندی کوی

afghan_local_malitaia(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۲) دبشري ټولني اداری چی مرکزیی په ینویارک دی په افغاني پولیسو اودحکومت له لوري رامنځ ته شویو ځایی ملیشو تورلګولي دی  چي په هیواد کی دعامه افغانانوحقوق ترپښولاندی کوي.

دبشري ټولنی دمرکزله لوري په خپره شوه بیانیه کی راغلی دی چي دغه دواړه اړخونه(پولیس اوځایی ملیشي) په ناحقه دخلګو دوژلو، تښتولو، ویره ولو دقومي اوژبنیزو تعصباتو بربنادزنداني کولو اوهمدارنګه دخلګو دجایدادونو په زوره لاندی کولو اوداسي نورو ډول ډول جرمونوکی لاس لري.

دبشري ټولنی بیان وړاندی لیکي چي افغانی حکومت دځایی ملیشو په څارولو اومحاسبه کی پاتی راغلی دی اودځایی ملیشو پراعمالو باندی سترګي پټوي، په افغانستان کی دناټو ځواکونو دفترددغه خبر په خپریدو سره اندیښنه ښودلي دي، او ویلي یی دخبرپه اړه به له افغانی حکومت سره یوځاي څیړني پیل کړي.

په افغانستان کی دناټو ځواکونو ددفترویاند له خبری رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل دځایی ملیشو رامنځ ته کول په سمیزه توګه په افغانستان دقانون دپلي کولو لپاره یوښه پروګرام دي،نوموړي زیاته کړه دناټو ځواکونه به دافغانستان له حکومت سره یوځای دځایی ملیشو دښه والي اودپروګرام دشفافیت لپاره  نوري هلي ځلی وکړی ترڅو دبشری ټولنی له لوري رامنځ ته شوی اندیښنی لري کړی.

دناټو دځواکونو دفتروړاندی لیکی،  په افغانستان کی دناټودځواکونو اوافغاني حکومت لپاره اړینه ده ترڅو په هیوادکي روزل شوی پولیس اوعسکررامنځ ته کړي ترڅو له څایی ملیشو سره اړیکي  وشکوی اوځای یی مجرب اوروزل شوی عسکرونیسی کوم چی ددندي په سپیڅلتیا او اولس ته په احترام قایله وي.

بشري ټولني له لوری  نشر شوی خبرکي راغلی چي اکثره غیرقانوني کړني دځایی پولیسو اوملیشو له لوري دهیواد په شمالي سیمو کی لکه قندوز، بغلان، هرات او اوروزګان کی رامنځ ته شوی، خبروړاندي لیکي چی دځایی ملیشو له لوري ددارنګه کړنو لامل په سیمه کی دحکومت له لوری دملیشو دکړنو نه محاسبه اوڅارنه ده، اودملیشوپه دارنګه کړنو سره دهیواد پرامنه بچیان دي ته هڅه ول کیږي ترڅودحکومت مخالفو وسلوالو ډلو سره یوځای شي.

دنړیوالی بشري ټولني داسیا ددفترمسؤل براډ اډامز وویل څرنګه چی په دی وروستیو کی وسلوالو دحکومت په خلاف خپلو بریدونوته زور ورکړی ده، حکومت ددی لپاره چی ددغو بریدونو مخه ونیسی په سیمه کی یی ځایی ملیشی رامنځ ته کړی، حال داچي حکومت دغه ټکی ته پام نه کوی چي ځایی ملیشي دسیمي  دخلګوپرژوند څومره بد اثرکوي اوپه وروسته کي سیمه له څومره بدبختیو سره لاس اوګریوان کوي.

بشري ټولنه وایی کچیري افغاني حکومت اوناټو غواړي چی افغانستان کی موقتی نه بلکه دایمی سوله رامنځ ته شی نوله دارنګه ملیشو څخه دی تیرشي اوپه هیوادکی دی یو روزل شوی ملي ځواک رامنځ ته کړی.

په افغانستان کی دامریکایی ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډاویډ پټریوس د روان کال دمارچ په میاش کی دامریکی وکانګریس ته دویناپرمهال وویل، په افغانستان کي دسولي دراوستلو په هڅوکی دځایی ملیشو رامنځ ته کول دامریکي له لوري یوه ارزښتناکه هڅه ده نوموړي زیاته کړه ځایی ملیشي کولي شي په افغانستان کی  دسولي په ټینګولوکی مهم رول ولوبوي.

خو دنړیوالي بشري ټولني دفتربیا په خپل راپورکی وایی چي له۱۲۰ څخه  زیاتو دغسي کسانو سره چي دځایی ملیشو اوپولیسو دځواک اوتیري قرباني شوی دي لیدلي  اوخبری مو ورسره کړی دي، بشري ټولنه دبیلګی په توګه دقندوز ولایت دځایی ملیشو په اړه خبري کوی، وایی په قندوز کی ځایی ملیشي رامنځ ته شوی دي، بیسي اووسلي ورکول شوی دي خو وروسته یی بیاچاتفوس نه ده کړي چي ملیشي په سیمه کي دچاله لوري اداره کیږي، څوک دی او په سیمه کی کومي کړني کوی اوپه څه ډول جرمونو کی لاس لری.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x