دیني، سیرت او تاریخ

مرتد څوک او څه حکم يې دی؟ (۵)

د مرتد حکم د امت دڅلورو امامانو رحمة الله عليهم په نظر

۱: حضرت امام ابو حنيفه رحمة الله عليه:
ويعرض علی المرتد حرا کان او عبدا الاسلام فان ابی قتل.
(جامع صغیر امام محمد مخ ۸۷)
ومرتد ته باید اسلام وړاندی شی که هغه غلام وی اوکه ازاد او که یی انکار وکي نو ودی وژل شي.

۲: حضرت امام مالک رحمة الله عليه:
زما عمل دا دی لکه د حضرت عمر رضی الله عنه عمل درې ورځې دی مهلت ورکول شی که یی توبه ونه ایسته نو قتل دی شي.

۳: حضرت امام شافعی رحمة الله عليه:
د امام شافعي رحمة الله څخه دوه راویته نقل دی یو دا چې که مرتد توبه ونه ایسته نو فورا دی قتل شی او بل روایت دا دی چې درې ورځې دی مهلت ورکړل شی.

۴: حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه:

د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه هم دا قول دی.
(جواهر الفقه، ټوک : شپږم، مخ ۱۳۱- ۱۴۷)

لیکوال : مفتی اعظم پاکستان مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه
خپرونکي: مکتبه دارُالعلوم کراچې ۱۴

د مرتد وژل ولی روا دی؟

اسلام د ژوند یوه مکمله ضابطه ده، د ژوند یو لارښود دی دا چې یو څوک پخپله خوښه سره اسلام قبول کړی او د دې لوی الهي نعمت څخه برخمن شی بیا ورته اجازه نشته چې د اسلام د سپیڅلې دائرې څخه ووځی او هر هغه څوک چې له اسلامه ووځی هغه باغي، چې په نړیواله سطحه سره هغه څوک چې د دولت یاغی شی حکومت هغه وژنی دا یوه نړیواله فرضیه ده.
نور بیا…

په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

جبیر صیب تاسو ته سلامونه او احترام

د مثالونو په عدم وجود کې د یوې پدیدې تعریف د نورو د استفهام لپاره یو څه ستونزمن وي خو که ژوندي مثالونه وجود ولري نو بیا یې کار ډېر اسانه او تعریف او استفهام یې خورا روښانه شي.

کاش تاسو هم د سیاف و اصحابهم مثالونه د موضوع د ښه استفهام په خاطر ذکر کړي وای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x