دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (۲۱)

لیکوال: عبد الغفار جُبیر

(Dr. Brayer) ډاکټر برايړ وايی:
د ښځې حجاب ددې دعزت اووقارلپاره دی، اوکه داپخپله خپل عزت اخلی اوسرنه پټوی نوسل روپۍ دجرمانې په ډول سره ورڅخه واخلی، داځکه چی دفاحشې اودرستی یهودې ښځې ترمینځ توپیرهمداحجاب دی، داځکه چی زناکارې ښځې حجاب نه کوی، اوداحجاب ددې ښځې پرشرافت، پاکوالې اومعصومیت باندی دلالت کوی۔
دډاکټر(برایړ) وینا ښه په ډانګ پییلې ده، او حجاب د زناکارې، او عفتمنې ښځې تر مینځ دیوال بولی، او هر هغه ښځه چی بې حجابه وی، هغه د (یهودیت) په اند زنا کاره، بې عزته، بې حیا اوبې شرفه ده۔
(24 Ibid, P, 139)
په تورات کی راغلی دی:
که چیری دیوې ښځې سرلوڅ وی، نوداددې لپاره لوی شرم اوبدنامې دی، اوله همدې کبله بایدعالم (یهودی عالم)داشکمنه زناکاره ښکاره کړی۔ (عدد، پنځم باب، 16ـ 18)
ګوری په مقدس کتاب تورات کی څومره ټینګارورباندی شویدی، اودادتورات ساتونکی، ځان ترقربان کوونکی اوورته چوپړکوونکی ولی سترګې ورڅخه پټوی؟؟
هو!!! ددوی سترګې پټۍ دی، اودوی هیڅ شی په سترګونه وینی، اووخپل مقدس کتاب ته دیوې وړې وربشې ارزښت لاهم نه ورکوی، عام یهودخولاپرېږدی؛ مذهبې لارښوونکی ئې هم دجهل عینکې پرسترګواویواځی ئې دین دخپلوشخصی ګټواولاسته راوړونووسیله ئې ګرځولې ده اوبس
(St. Tertullain)
سينټ ټرټولين
پخپله یوه مشهوره مقاله دپېغلوپرحجاب (On the Veiling of Virgins)  کی لیکی:
ای ځوانوښځو!!! په کوڅوکی حجاب کوی، تاسی بایدخپل حجاب په کلیساوکی وکی، تاسی بایدخپل حجاب دنااشناخلکوپه مخکی وکی، اوحتی تاسی بایدحجاب دخپلووروڼوپه مخکی هم وکی، اودکاتولیکانو شرعی اوسنی قانون همداسی دی، چی په کلیساکی بایدحجاب وشی۔
(Clara M. Henning, Cannon Law and the Battle of the sexes in Rosemary R. Ruether, ed. Religion and Sexism: Images of Woman in the Jewish and Christian Traditions, New York: Simmon and Schuster, 1974, p. 272.)
د (Albalagh Monthely International Vol. 21 No.6, June 2010)   په حواله۔
اوسنی ارتودوکس عیسایی ښځې حجاب کوی، په ځانګړی ډول سره په کلیساکی، چی همدارنګه په یونان، په روسیه ،منځنی ختیځ، اوغربی اروپاکی دوی حجاب کوی، ددې لپاره تاسی کولای شی (70) صفحې کتاب چی د
( Woman in Islam Versus Woman in the Judaeo-Christian Tradition) کی وګوری، چی داکتاب شریف عبدالعظیم لیکلی دی۔
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammad zaher

دحجاب محترم لیکونکیه 20 لمه برخه خو مو بالکل هیره کړی ده خواهش کړم چی هغه برابره کړی ځکه ما تعقیب کړی ده بیا یو څه برخه ځنی کمیزی والسلام .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x