افغانستان

دهلمند دعلماء دشورای غړي ووژل شو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۲) لشکرګاه: دهلمند ولایت دعلماء دشورای غړي تیرماښام اوه بجي دهلمند ولایت دلښکرګاه ښار دسولی وچوک ته څیرمه دنامالومووسلوالو له لوري په ډزو سره ووییشتل شو چی وروسته یی روغتون ته پر لاره دسختو زخمونو له کبله سا ورکړه.

دهلمند ولایت رسمي ویاند داود احمدي له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل مولوی سید محمد تیره ورځ ناوخته دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی

، نوموړي زیاته کړه برید کونکی له برید څخه وروسته په تیښته بریالی شوی دی، پولیسو دپیښي په اړه څیړني پیل کړی دی خوتراوسه یی څوک ندی نیولي.

دهلمند والي دمولوي سیدمحمد په وژنه باندی سخته خواشیني ښودلي ده اودنوموړي کورنی ته یی دتسلیت مراسم وړاندی کړی دي.

له هغه څخه وروسته چی دروان کال دجولای پر۲۰ نیټه باندي بهرنیو ځواکونو دهلمند ولایت دامنیت چاري ځایی پولیسو ته سپارلی دی په سییمه کی ناامنیتي زیاته شوی ده، له کومه څخه چی کورنیو امنیتي ارګانونو دامنیت مسؤلیت په غاړه اخیستی دي په ولایت کي ددرو سرښندونکو بریدونوپه شمول ډیري نوري پیښي رامنځ ته شوی دي چي تراوسه یی دهلمند په ولایت کي دحکومتي چارواکوپه وینا له اتیاوو څخه دزیاتو کسانو ژوند اخیستي دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x