قاهره کې د فوټبال سټيډيوم کې له څلويښتو زيات کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳): تېره شپه ناوخته د مصر پلازمېنه قاهره کې د فوټبال سټيډيوم کې د مصري ځواکونو او «زمالک» فوټبال کلب د مينه والو تر منځ اخ و ډب کې لږ تر لږه څلويښت کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپيان شول.

د مصر کورنيو چارو وزارت وايي، چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې سټيډيوم ته لس زره کسان ننوتي وو او پنځه سوو نورو هم غوښتل، چې د فوټبال سيالۍ د کتلو لپاره سټيډيوم ته ننوځي.

چارواکي وايي، چې د فوټبال مينه والو د نه منعه کېدو پر مهال پوليسو پرې اوښکې بهوونکی غاز شيندلی، مګر عربي رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې امنيتي ځواکونو د سټيډيوم مخته پر خلکو ناتاره ډزې وکړې او له هغې وروسته پارېدلو خلکو د پوليسو موټرو ته اور ورته کړ.

کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د زمالک او انبي ډلې تر منځ د فوټبال سيالي وه او د دواړو ډلو د ګډوډۍ له امله لسګونو کسان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دوی هغه لس زره کسان سټيډيوم ته پرېښودل، چې د سيالۍ د ليدو ټيکټونه يې اخیستي وو او پاتې نورو کسانو غوښتل، چې له ټيکټونو پرته سټيډيوم ته ننوځي، مګر امنيتي ځواکونو اجازه ورنه کړه او دغو پارېدلو کسانو يې په غبرګون کې د ترافيکو پر مخ سړکونه بند کړل، د فوټبال «زمالک» ټيم لوبغاړو موټر يې سټيډيوم ته نه پرېښود او سربېره پر دې يې د پوليسو موټر ته هم اور ورته کړ.

د الزمالک فوټبال ټيم په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک سټيډيوم مخته د فوټبال پر مينه والو خطرناک اوښتکې بهوونکی غاز وشينده، د خلکو ساه ګانې بندې شوې او تر اوسه لسګونو مړي په روغتونونو کې پراته دي، تر څو خپلوان او دوستان يې راشي او ويې پيژني.

د زمالک له خوا په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو سټيډيوم ته د ننوتو لپاره يوه امنيتي دروازه جوړه کړې وه، چې يوازې يو تن پرې ننوتی شوای، مګر کله چې د خلکو هجوم زيات شو، پوليسو پر خلکو اوښکې بهوونکی غاز او ناتاره ډزې پيل کړې.

ځينې مصري سرچينې وايي، چې دا پېښه د ولسمشر عبدالفتاح السيسي له خوا په لوی لاس تر سره شوې، تر څو د خليجي هېوادونو په اړه د ده له هغې پټې وينا د خلکو توجه واړوي، چې خليجي هېوادونو پورې يې سپکې خبرې کړي او وړمه ورځ رسنيو ته راووتې.

امنيتي ځواکونه خپله دښمني پالي

قاهره کې د الجزيرې مسؤول مدير عبدالفتاح فايد وايي، چې مصري ځواکونه له ډېر وخته الزمالک فوټبال ګوند سره دښمني لري او د چارواکو په ګومان الزمالک «ترهګرو» سره اړيکې او خواخوږي لري.

د جونز هوبګنز پوهنتون استاد خليل العناني الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې مصري ځواکونه د خپل ولس په وينو تويولو عادت شوي او دا کار يې په لوی لاس کړی، ځکه چې د سيسي او نورو پوځي چارواکو په ګومان الزمالک فوټبال ټيم او خواخوږي يې د حسني مبارک پر ضد ولسي پاڅون کې په لومړي کتار کې و.

استاد عناني زياته کړه، چې د مصري چارواکو په اند زمالک ډله او پلويان يې ترهګر دي او امنيتي ځواکونو ته يې د ترهګرو د وژلو په خلاص مټ اجازه ورکړې او د دغسې پېښو عاملينو څخه به هيڅکله پوښتنه ونه شي.

عربي رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې امنيتي ځواکونو له کوم لامل پرته پر خلکو اوښکې بهوونکی غاز وشينده، پر خلکو يې ناتاره ډزې وکړې او په لوی لاس يې د خلکو وژل پيل کړل.

اخوان: مصري چارواکو د ولس پر ضد تروريزم څخه کار اخلي

د مصر ولسي ګوند اخوان المسلمين تېره شپه د قاهرې د هوايي ځواک سټيډيوم کې د لسګونو کسانو وژل او ټپي کول ولسي جرم او تروريزم بللی او زياتوي، چې کودتايي رژيم د خپل ولس له وژنې او ځورونې پرته بل څه نه پېژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

عربان ځانونه خوری – ولی دا قوم دومره بدبخته شو