ورزش

محمد حفیظ هم له نړیوال جام څخه بې برخي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان اوپنر بیټسمین محمد حفیظ هم له پنځه ورځي وروسته پیليدونکي نړیوال جام لوبو څخه بې برخي شو.

نوموړی د نیوزیلانډ په خلاف په تمریني لوبه کې ټپي شوی و، خو تېره ورځ څرګنده شوه چې محمد حفیظ د هغه ټپي کېدو له کبله نه شي کولای چې راتلونکو ۳ اونيو کې د کرکیټ په لوبو کې برخه واخلي، چې له کبله یې د پاکستان د کرکیټ ټیم یو بل غوره لوبغاړی هم له نړیوال جام څخه ووت، خو پر ځای به يې ناصر جمشید لوبه وکړي.

د یادوني وړ ده چې پنځه ورځي وروسته د کرکیټ د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام په اسټرالیا او نیوزیلانډ کې پیلیږي او ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی لوبه به د هغوی د سیالې لوبډلې هند په خلاف وي، خو پاکستان لا له وړاندي خپل ۳ غوره لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د پاکستان غوره تیز توپ اچونکی عمرګل په دې نړیوال جام کې د زنګون د ټپ له کبله شرکت نه شي کولای، یو بل غوره توپ اچونکی سعید اجمل هم له دې وجي د لوبډلي څخه ایستل شوی و چې د نوموړي په توپ اچونه باندې له قانوني پلوه څه اعتراضونه وو، که څه هم هغه اعتراضونه اوس لیري شوي او سعید اجمل ته اجازه ورکړل شوې چې په نړیوالو لوبو کې برخه اخیستی شي، خو دا چې پریکړه ډیره وروسته شوې او د نړیوال جام لپاره لا له وړاندي لوبغاړي انتخاب شوي، سعید اجمل په دې لوبو کې برخه نه شي اخیستی.

د پاکستان یو بل تیز بال اچونکی جنید خان چې د تیز بال غورځولو په ډګر کې د پاکستان باندي تکیه وه، هم د تمرین په وخت کې ټپي شوی، او ډاکټرانو ورته د استراحت مشوره ورکړې.

بل خوا محمد حفیظ چې لا له وړاندي د غیر قانوي عمل له وجې د بالنګ څخه منع شوی و، د بیټنګ په برخه کې ډیره تمه ځیني کیدله، خو نوموړي له نیوزیلانډ سره په وروستۍ تمریني لوبه کې ټپي شو او تیره ورځ د پاکستان د لوبډلي ویاند اعلان وکړ چې نوموړي ته ډاکټر د استراحت کولو مشوره ورکړې او هغه به بیرته پاکستان ته ولاړ شي.

د پاکستان کپتان مصباح الحق تېره ورځ رسنیو سره په ناسته کې امید څرګند کړی چې که څه هم دوی له خپلو غوره لوبغاړو څخه بې برخې دي، خو دوی داسي ځوان لوبغاړي د هغوی پر ځای انتخاب کړي چې هر کله کولای شي لوبه خپل په ګټه تمامه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x