نړۍ

نوښار کې د چاڼيزو عملياتو په مهال د سياسي ګوند ځايي مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳): د خيبر پښتونخوا ايالت نوښار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د کور په کور چاڼيزو عملياتو پر مهال د پاکستان انصاف غورځنګ يو ځايي مشر وژل شوی دی.

د نوښار ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې سيمه کې يې د شکمنو کسانو پر خلاف چاڼيز عمليات پيل کړي او دغه مهال د انصاف غورځنګ ځايي مشر پر پوليسو ډزې وکړې او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ګوهر علي خان وژل شوی او د هغه بل ملګری ټپي دی.

امنيتي ځواکونه وايي، چې د پوليسو او پوځيانو په ګډو عملياتو کې يې ۲۷ شکمن کسان هم نيولي دي.

بل پلو د نوښار چراټ سيمه کې هم امنيتي ځواکونو د چراټ سيمټو کارخونې د عملې پر موټر ډزو کې دوه کسان وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

امنيتي ځواکونو رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی نوموړي موټر ته د درېدو اشاره وکړه، مګر موټر چلوونکی د پوليسو په اشاره ونه درېد او دوی پرې ډزې وکړې.

راپورونه وايي، چې مړي او ټپيان يې د نوښار دولتي روغتون ته وړي دي.

د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې د شکمنو کسانو پر ضد عملياتو کې د ځايي خلکو په ګډون ګڼ افغان مهاجرين هم نيولي دي.

خيبر پښتونخوا کې دا عمليات وروسته له هغې پيل شوي، چې د تېر کال ډيسمبر مياشت په شپاړسمه نېټه د پيښور پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو.

له ياد بريد وروسته امنيتي چارواکو د خيبر پښتونخوا په ګډون ګرد پاکستان او ازاد کشمير کې د شکمنو کسانو پر ضد د عملياتو په ترڅ کې سلګونو افغانان نيولي دي.

د امنيتي ځواکونو د ځورولو له امله زرګونه کورنۍ له پاکستانه په دې ساړه ژمي کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان او مهاجرينو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دې پېښه کې د افغانانو هيڅ لاس نه شته، مګر امنيتي ځواکونه هر ځای افغانان ځوروي، بنديانوي يې او د خلاصېدو لپاره ترې زرګونو روپۍ غواړي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وايي، چې د پېښور له خونړي بريد وروسته د امنيتي ځواکونو د کړولو او ځورولو له امله ۲۲زره راجستر افغانانو پاکستان پرېښئ او په دې ساړه ژمي خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

افغانستان لپاره د «UNHCR» مشر ريچارډ ډانزيګر وايي، چې پاکستان د هر ناوړه عمل مسوولیت په افغان مهاحرینو اچوي: «هر کله چې یو ډاروونکی کار وشي، مسوولیت يې پر بهرنیانو اچول کیږي».

که څه هم پاکستان لپاره د افغان سفير جانان موسی زي وړمه ورځ اسلام اباد کې د انصاف غورځنګ له مشر عمران خان څخه وغوښتل، چې د دوی عسکر دې افغانان نه تنګوي، مګر د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه پاکستان کې د افغانانو د ځورولو په اړه رسما څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x