وردګ یو امنیتي چارواکی: د سید اباد په برید کې ۲۷ امریکایان ووژل شول
نن ټکی آسیا: د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د پروني سرښندونکي برید یو افغان امنیتي چارواکي نن ټکی آسیا ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل چي په دغه برید کې ۲۷ تنه بهرني عسکر ووژل شول، او تر سل زیات ټپيان شول، چي اکثره يې امریکایان دي.
د هغه په وینا امریکایان خپل مړي ځکه پټوي چي دا برید د یولسم سپتمبر په شپه تر سره شوی، چي کیدای شي په امریکا کې دننه د امریکايي حکومت په ضد اغیزه ډیره بده واي.
طالبانو په خپل ویب پاڼه کې د ددغه برید په اړه ویلي چي پنځوس امریکایان په کښي وژل شوي دي.
خو دبي بي سي د راپور پر اساس ایساف منلي چي په دغه برید کې ۷۷ تنه بهرني عسکر ټپيان شوي دي.
ددې تر مخه د بهرنیو ځواکونو ویاند ډیوډ ایسټبرن ویلي وو، چي په دغه برید کې ۵۰ تنه امریکايي عسکر ټپيان شوي دي.
نومړي ویلي وو چي چاودنه ډیره زوروره وه، خو د سمیټي دیوالونو ډیره فایده وکړه او د زیاتي مرګ ژوبلي مخه يې ونیوله.