افغانستان

«د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون اړوند دواړه مشران یوه خوله نه دي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو د پروسې څارونکي ځينې بنسټونه وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون په اړه د یو ګډ کمیسیون جوړول یوه اړتیا ده، خو د ګډ حکومت مشران سره پرې یوه خوله نه دي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا او د رڼو ټاکنو بنسټ تیفا وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د یو کمیسیون جوړول د ګډ حکومت د شوي هوکړه لیک یوه برخه او په خبره يې په کاري لومړیتوبونو کې يې راځي.

د فیفا مشر نعیم اصغري وايي چې د ټاکنیزې پروسې د ښې ترسره کېدو لپاره باید په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمون او بدلون راشي او د دې کار لپاره باید د سمون کمیسیون ژر تر ژره جوړ شي.

ورسره جوخت د فیفا یا رڼو ټاکنو بنسټ رییس وايي چې د ګډ حکومت دواړه مشران د اصلاحي کمیسیون په جوړولو سره یوه خوله نه دي.

نعیم ایوب زاده وايي چې د ګډ حکومت دویم مشر د ټاکنو په کمیسیونونو کې د سمون سرسخت پلوی خو لومړی مشر يې لا هم په دې اړه ښکاره څرګندونې نه لري.

له قانوني اړخه په ټاکنیزو کمیسیونونو کې کارکوونکي پنځه کاله موده لري او له کوم جرم پرته يې له دندې ګوښه کول جرم بلل کېږي، خو د ګډ حکومت د دویم مشر عبدالله عبدالله پلویانو په تېرو ټاکنو کې هم د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین خپلواک نه بلل او په درغلۍ يې تورنول.

اوس هم د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان په ټاکنیزو دواړو کمیسیونونو کې د بدلون او سمون غوښتونکي دي، خو د ارګ د بل مشر اشرف غني پلویان دا ناقونونه عمل بولي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې استازي هم د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو مسوولینو او تګلارې په موجودیت کې د ولسي جرګې را روانې ټاکنې غیر ممکنه بللې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه څرګندونې په د دوی په کارونو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ويې غندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x