نړۍ

عراق کې يو ايرانی جنرال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳): ايران کې د پاسداران انقلاب وايي، چې د ايراني استخباراتو «نصر۵» مرستيال ډګر جنرال محمد رضا حسيني مقدم د عراق سامراء ښار کې وژل شوی دی.

د ايران رسمي رسنۍ د پاسداران انقلاب له قوله وايي، چې جنرال محمد رضا حسيني د ايران، عراق په جګړه کې هم ګډون کړی و او يو ځل په ياده جګړه کې ټپي شوی هم و.

راپورونه وايي، چې جنرال حسيني وړمه ورځ د عراق سامراء ښار کې اسلامي دولت سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی او د نجف ښار د شيعه ګانو په يوه هديره کې خاورو ته سپارل شوی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ايرانی لوړپوړی نظامي افسر په عراق کې وژل کيږي، بلکې له دې وړاندې هم، ګڼ لوړ پوړي نظامي او استخباراتي افسران په عراق کې وژل شوي وو.

د تېر کال په اوږدو کې د ايران ماينونو کارخونې لوړپوړی افسر حسين شاکري، د القدس ډلګۍ مشر جنرال حميد تقوي، جنرال مهدي نوروزي، ډګروال کمال شيرخاني او ډګروال شجاعت علمداري هم د اسلامي دولت له لوري وژل شوي دي.
د ګاونډيو هېوادونو همکاري

د عراق حکومت په رسمي توګه د ايران د نظامي مداخلې غوښتنه نه ده کړې، بلکې داسې اشارې او غير رسمي څرګندونې يې کړي، چې د اسلامي دولت ضد جګړه کې د عربي دوستو هېوادونو، ايران او ترکيې مرستو ته اړتيا لري، تر څو د عراق امنيت خوندي شي.

د عراق کورنيو چارو وزارت کې د اربکيانو عمومي مشر جنرال مارد عبدالحسن الجزيرې تلويزون سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې عراق له سختو ننګوونو سره مخ دی، نو دوی اړ دي، چې د ايران او ترکيې په ګډون له عربي هېوادونو مرستې وغواړي، چې د اسلامي دولت پر ضد په يوه ليکه کې وجنګيږي او په عين حال کې يې د عراق پر ځمکه له نظامي سلاکارانو پرته د بهرنيو عسکرو له شتونه انکار وکړ.

ايرانۍ وسله والې ډلې

د عراق سياسي سرچينې وايي، چې جمال جعفر محمد«ابو مهدي المهندس» عراق کې د اسلامي دولت ضد جګړه کې دايران پلانونه او کړنلارې پلې کوي او د دې لپاره يې يو شمېر وسله والې «خراساني، عصايب اهل الحق، حزب الله، بدر» ډلې هم جوړې کړي دي، چې د اسلامي دولت پر ضد جګړې کوي او د تکريت سويل او شاوخوا سيمو کې د شيعه مذهبو د زيارتونو ساتنه هم کوي.

د سياسي چارو کارپوه اکاډيميسن حميد السعدون وايي، چې د عراق د نظامي ځواک د کمزورۍ له امله د سيمې يو شمېر هېوادونه د عراق په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

سعدون زياتوي، چې ايران د سياسي او عقيدوي فشارونو او مذهبي زيارتونو د ژغورنې له امله عراق کې د نظامي مداخلې حق ځان ته ورکوي او د تېرو څو کالو بې امنيو او دفاع وزارت کې د بې ځايه ټاکنو له امله چارواکي مجبور شول، چې ځايي اربکيان وروزي.

عقيدوي ميلان

عراقي ولس وايي، چې د دوی تر ټولو لويه ستونزه نا امني ده او حکومت بايد په هر صورت چې وي امنيت ټينګ کړي او حکومت پر ټول هېواد حاکم شي او له هغې ورسته د بيا رغونې کارونه پيل کړي.

د عراق سياسي څېرې د امريکايي عسکرو د بيا راتلو مخالف دي، مګر د اسلامي دولت ضد جګړې او د عراق د امنيت په اړه بيا د ايران له نظامي مداخلې سره کوم حساسيت نه لري.

د عراقي اربکيانو يو لوړپوړي مشر حسين الساعدي الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عراق او عربي نړۍ ګردې ستونزې د امريکا له لاسه راپيدا شوي دي.

ساعدي زياته کړه، چې د عراق او ايران د يوې عقيدې او ګډو ګټو له امله دوی کولای شي، چې د تروريزم پر ضد په يو کتار کې وجنګيږي.

اسلامي دولت پر ضد د روانې جګړې په پيل کې ايران امريکا ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ او وروسته بيا ايراني چارواکو وويل، چې دوی د امريکا په مشرۍ روانه جګړه کې هيڅ رول نه لري، مګر هغه مهال د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو شمېر اسنادو له مخې ليکلي و، چې ايران په پټه د اسلامي دولت ضد جګړه کې د امريکا تر ټولو قوي ايتلافي هېواد دی.

نيو يارک ټايمز زياتوي، چې ايران بغداد ته خپلې بې پيلوټه څارګرې او جنګي الوتکې ليږلي او د اسلامي دولت پر ځواکونو بمباري او څار کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا امريکا او ايران دواړو د عراقي حکومت د مرستې لپاره سلګونه پوځي او استخباراتي سلاکاران بغداد ته لېږلي، چې، د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، چې سعودي عربستان، کويت، امارات، ترکيه، اسراييل او د سيمې نور هېوادونه په ډېر خبرو او موضوعات کې سره اختلاف لري، خو د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره يې په دې اتفاق کړی، چې بايد له منځه يې يوسي.

ليکوال، ژورناليست او د عربي چارو شننونکی عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د ايراني الوتکو بريدونه يوازې يو هوايي خبر نه دی، بلکې دا روڼ حقيقت دی او سيمه کې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او عراق کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x