افغانستاننن په انځورونو کي

سن فارما نړیوال شرکت اوس په افغانستان کې دننه دواګانې تولیدوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): په اوسط ډول د افغانستان د د دواګانو بازار کلنی ارزښت تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې رسیږي. د افغانستان د دواګانو بازار له بهره په ځانګړي ډول د پاکستانه را واردو شویو دواګانو مغلوب کړی دی.

له بهره د دواګانو او نورو شیانو ډیرو وارداتو نه یواځې پر اقتصاد بده اغېزه کړې، بلکې د هېواد ځوان قشر زیاته برخه د کارونو د نه شتون له کبله بې کاره ده.

د دواګانو د واردولو د لړۍ کمولو لپاره په هېواد کې د دواګانو شخصي کمپنۍ جوړې شوي، چې نه یواځې د

افغانستان اقتصاد ښه کوي بلکې زیات شمېر بې روزګاره ځوانان په کار مشغولوی.

همدا راز یو شمېر د هېواد دننه پانګه‌والو او بهرنیو پانګه‌والو په افغانستان کې د ګوتو په شمېر د دواګانو کمپنۍ تاسیس کړي، چې ښه اقدام دی.

د دواګانو سن پارما شخصي کمپنۍ په ۲۰۱۲ کې په افغانستان کې تاسسیس شوې. دغه کمپنۍ هندي ده او په نړیواله کچه دواګانې تیاروي، افغانستان له دغې کمپنۍ سره په ۲۰۱۲ کې یو قرارداد لاسلیک کړ.

کمپنۍ اوس له AISA په افغانستان کې د پانګونې له ملاتړ ادارې سره راجستر ده. دغه کمپنۍ د ځان په اړه وايي چې له هېواده بهر کمپنیو سره نه یواځې په معیار کې سیالي کوي بلکې د واردو شویو دواګانو په پرتله د دوی د دواګانو بیې هم کمې وي.

دغه کمپنۍ ۱۷ ډوله دواګانې جوړوي چې په کې «ګولۍ، کپسول، پوډر او شربت» شامل دي. کمپنۍ تر ۴۰ پورته مامورین لري.

که حکومت بهرنیو پانګه‌والو ته په دغه برخه کې زمېنه برابره کړي، تمه شته چې د بهر څخه د واردو شویو دواګانو چې زیات شمېر يې دوهم نمبر او خرابې وي، لارې به بندې شي.

نن ټکی اسیا ددغې کمپنۍ څو عکسونه لاس ته راوړي، چې په مننه یې نشروي:

pharmaceutical 4

pharmaceutical 3

pharmaceutical 2

pharmaceutical 1

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ادم صفت الله

دنن ټکی اسيا دويب پا ڼي درنو او دقدر وړ کار کوونکو غواړم په را تلونکي کي ستا سو سره خپله قلمي اړيکه ټينګه کړم تر څه ډول شرا يطو لا ندي کولای سم؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x