افغانستان

ایساف: د سید اباد ولسوالۍ په سرښندونکي برید کې ۵۰ تنه بهرني عسکر ټپيان شول

Pfc. Garrick Carlton, 21, of Sacramento, Calif. , with the U.S. Army's Bravo Company of the 25th Infantry Division, 3rd Brigade Combat Team, 2nd Battalion 27th Infantry Regiment based in Schofield Barracks, Hawaii, looks out for insurgent activity while standing guard at sunrise Sunday, Sept. 11, 2011 at Observation Post Coleman in Kunar province, Afghanistan.نن ټکی آسیا: بهرني ځواکونه وايي چي د تیري ورځي سرښندونکي برید چي د وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې ددوی پر عسکري مرکز ترسره شو، ۸۹ تنه يې ټپيان کړه، چي په هغو کې ۵۰ بهرني عسکر دي.

د بهرنیو ځواکونو ویاند میجر ډیوډ ایسټ برن رسینو ته وویل چي دا پيښه تیر مازیګر په پنځلس بالا پنځه بجې د مرکز مخ ته را منځته شوه،

چي له کبله يې د مرکز په دیوال کي شل فوټه سوری جوړ شو، او ۸۹ تنه ټپيان شول، چي پنځوس يې بهرني عسکر دي، هغه دا نه وویل چي په دې برید کې به څومره عسکر وژل شوي وي.

د طالبانو ویاند تیره ورځ ویلي وه چي د سیداباد په ولسوالۍ کې برید سرښندونکی برید وو، چی د میکاییل په نامه یوه طالب ترسره کړی، چي له کبله يې په لسګونو بهرني او کورني عسکر ووژل شو، او ګڼ شمېر ټپیان شول.

هغه وویل چي برید د یو غټ موټر په واسطه چي په لس زره چاودېدونکو توکو بار وو، ترسره شو.

باید وویل شي چي د وردګ چارواکو هم خبر ورکړی وو، چي د چاودني له کبله د ولسوالۍ د هستوګني ځای ډېر زیانمن شو، او ځیني ودانۍ يې ونړېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x