نړۍ

جنرال جان آلن: د اسلامي دولت په خلاف پراخ ځمکني عملیات پیلوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت په خلاف د امریکا په مشرۍ د جوړ شوي ایتلاف مشر جنرال جان آلن اعلان کړی چی دوی به ډیر ژر په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په خلاف پراخ ځمکني عملیات پيل کړي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چي یو لوړپوړی امریکايي جنرال د پراخو ځمکنيو عملیاتو خبره کوي، ددې تر مخه امریکا او ایتلافي ځواکونو یوازي له هوا نه د اسلامي دولت اهداف په نښه کول، خو جنرال جان آلن دا ځل ویلي چې نور به دوی د اسلامي دولت په خلاف پراخ ځمکني عملیات پیلوي، چې مشري به یې امریکا کوي او پوځي ځواک به د عراق نظامي عسکر او د امریکايي ایتلاف ملاتړي وي.

تر اوسه په عراق او سوریه کې د یوه کلن اسلامي دولت په خلاف د ۶۲ هیوادونو ګډ ایتلاف جوړ شوی، خو تر شپږو میاشتو زیاتو بمباریو، اقتصادي بندیزونو او ځمکنيو عملیاتو سربیره لا هم نه دي توانیدلی، چي د پام وړ پرمختګ وکړي.

جنرال جان آلن د اردن رسمي اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی د ۶۲ هیوادونو ایتلاف تر څنګ لري او په راتلونکو څو اونیو کې به د اسلامي دولت په خلاف ځمکني عملیات پيل کړي او دا به ډېر پراخ عملیات وي.

نوموړي وویل چې دوی په عراق کې څلور پوځي معسکرونه په همدې موخه جوړ کړي، چې په عراقي سیمو (الانبار، التاجي، بسمایا، او اربیل کې) موقعیتونه لري، او په دغه معسکرونو کې هغو عراقي ځواکونو ته روزنه ورکول کیږي چې هغوی به د اسلامي دولت په خلاف عملیات کوي.

نوموړي وویل چې په دغو مرکزونو کې به امریکايي، استرالیايي، ډنمارکي، برازیلي، پرتګالي، نیوزیلانډي، هسپانوي، ایټالوي، جرمني، بلجیکي، او هولنډي ځواکونه ځای پر ځای شي، څو عراقي ځواکونو ته پوځي تمرینات ورکړي او دغه ځواکونه د هدف په لور ور رهبري کړي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه دوی ۱.۶ ملیارده ډالره نظامي مرسته کړې، او دوی غواړي په لنډه موده کې د عراقي ځواکونو ۱۲ فرقې جوړي کړي.

نوموړي اردني اژانس ته وویل «اسلامي دولت داسي نظریه خلګو ته ورکوي چې دوی یو داسي قوت دی، چې هیڅ څوک هم ماتې نه شي ورکولای، خو موږ غواړو چې دوی مات کړو.»

نوموړي اسلامي دولت ته په اشاره وویل چې موږ ورته اسلامي دولت نه وایو، مونږ ورته داعش وایو، او همداسي باید ورته وویل شي.
جان آلن وویل چې دوی د عراقي شیعه ملیشو تر څنګ په سني قبایلو باندي ډیر کار کوي، تر څو هغوی د اسلامي دولت په خلاف عملیاتو ته اماده کړي او دوی په ځانګړې توګه د هغو قبایلو سره ډیر کومک کوي چې تر اوسه یې د عراق په الانبار ولایت کې د اسلامي دولت په خلاف فعاله ثابت شوي.

جنرال جان آلن چې په افغانستان کې يې هم د امریکايي ځواکونو او ناټويي ځواکونو مشري کړې، زیاته کړه چې دی به ډیر ژر د ختیځي اسیا په لور وخوځیږي، تر څو په هغه ایتلاف کې چې تر مخه لا ۶۲ هیوادونه په کښي برخه لري، یو شمېر نور دولتونه هم ور اضافه کړي، او هغوی هم په دغه ایتلاف کې فعاله ونډه اخیستلو ته چمتو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

ډیر د تاسف ځای دی چی د عربی هیوادونو مشران صلیبیان دخپلو ګټو لپاره د نانځکو او ماشومانو په شکل استعمالوی هم خپل خلک په وژنی او هم شتمنی ترینه لوټی ددوی یو به هم ایمان تیر نه کړی دهغو عربو مسلمانانو په حال هم تاسف ده چی دی خپلو دی بی دینه او لاسپو څه مشرانو د ګټو لپاره قربانی کیږی او دی جنګ ته صلیبی جنګ نه وایی په داسی حال کی چی په خپلو سترگو گوری چی ټول کفری هیوادونه د اسلامی دولت د ځپلو لپاره په یوه صف کی ولاړ دی او په ګډه یی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x