افغانستان

ملګري ملتونه له افغانستان سره ۸۲ میلیونه ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): ملګري ملتونه له خپلې خزانې نه له افغانستان سره ۸۲ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دې مرستې قرارداد پرون د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر حکم خان حبیبي او په کابل کې د ملګرو ملتو د استازي انت رابرتس ترمنځ لاسلیک شو.

د اقتصاد وزارت مسوولین وايي چې ملګري ملتونه به دغه مرسته په راتلونکو پنځو کلونو کې له اړیتاو سره سم دوی ته ورکوي، چې ډېره برخه به يې په روغتيايي، د ښځو دحقونو د خوندیتوب، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او کم عمره نجونو د ودولو د مخنويو لپاره مصرف شي.

په کابل کې د ملګري ملتو استازي انت رابرتسن د قرارداد د لاسلیک په مهال وویل چې دوی پر دې ویاړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښځو د ستونزو د هواري په برخه کې له افغانستان سره مرستندویان وي.

ورسره جوخت د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دا ژمنه وکړه چې د دې پیسو د لګښتونو او څارنې لپاره له جدي نظارت کوي او له فساده لرې خلک به يې ساتنه کوي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه وخت د ماليې وزارت لوړپوړو مسوولینو څو ځلې پخپلو څرګندونو کې ویلي و، چې ډېری بهرنۍ مرستې افغان دولت ته نه ورکول کېږي او د هر هېواد له لوري د هماغه هېواد ځواکونه دلته لګښت کوي، چې د لګولو په برخه کې يې هم له افغان حکومت سره مشوره نه ده شوې.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د هرات ولایت د نفوسو د احوالو د ثبتولو ادارې لسګونو تنو د معاش د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب وکړ، چې په خبره يې د نوي حکومت له پیله تر اوسه ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x