افغانستان

د طالبانو مشهور قومندان عبدالرووف خادم د امریکایانو په بمبار کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو سرچینو نن ټکی آسیا ته ومنله چې د دوی مشهور قومندان عبد الروف خادم نن په افغانستان کې وژل شوی.

هغوی د خادم د پيښي د څرنګوالي او د پيښي د دقیق ځای په اړه معلومات ورنه کړل، خو بل اړخ ته د ملي امنیت ادارې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د طالبانو د مشهور قومندان عبدالرووف خادم نن سهار د هلمند ولایت د کجکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوی.

ملا عبد الروف خادم چې د طالبانو د مشهورو پخوانیو قومندانانو څخه شمېرل کیده، په ګوانتنامو کې اوه کاله بند هم تیر کړی، او تر را خلاصېدو وروسته یو ځل بیا د طالبانو لیکو ته ور وګرځېد او په نظامي ډګر کې په لوړو دندو ګمارل شوی وو.

نوموړي د طالبانو په لیکو کې د نظامي برخي په جګ پوړو چارواکو کې شمېرل کیده، او په خاصه توګه یې په دې ورستیو کې د بهرنیو او افغاني ځواکونو په خلاف په هلمند او فراه ولایتونو کې پراخ عملیات پيل کړي وه.

د عبد الروف خادم نوم وروسته تر هغه ډیر یادیده کله چې د پاکستاني طالبانو یو شمېر ډلګۍ مشرانو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت سره د بیعت اعلان وکړ او ځانته یې خپل امیر وټاکه.
ځکه چې عبد الروف خادم په ګوانتنامو زندان کې د عربو سره د اوسیدولو له کبله د سلفي عقیدې څخه متاثره شوی وو، د نوموړي په اړه هم اوازې خپرې شوې چې د یوه بل مشهور سلفي عبد الرحیم مسلم دوست تر څنګ د اسلامي دولت سره یی بیعت کړی، خو د طالبانو یوې جګ پوړي سرچیني څه موده مخکي نن ټکي آسیا ته دا خبره رد کړه، او زیاته کړې وه چې «خادم اوس هم په افغانستان کې د اسلامي امارت تر قیادت لاندي جهاد کوي.»

که څه هم د نوموړي په اړه د اسلامي دولت د ویاند له لوري په یوه صوتي پيغام کی ویل شوي چې نوموړی د اسلامي دولت له اړخه په خراسان کې د دغه ډلي د امیر مرستیال ده، خو دغه خبر نه خپله خادم او نه هم د طالبانو نورو سرچینو تایید کړی.

ملي امنیت وايي چې خادم نن سهار مهال د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې وژلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ځینې خبرونه وايي چې خادم د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په نښه کړی دی.
د یادولو وړ ده چې تېره میاشت د «افغان تحلیلګرانو شبکې یا Afghan Analysts Network, AAN» په یوې څېړنې کې په افغانستان کې د داعش شتون مطبوعاتي بللی و.

تر اوسه طالبانو د نوموړي د وژل کیدو د خبر په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

رحمه الله وتقبل الله دمائه.. الله عزوجل دي د اسلامي امارت صف او قيادت به خبل امان كي سره د هدايته ولري. خو زه وايم جي خادم جا او ولي دي خبرو ته وترل جي دي ان دتر عراق سور يي جهادي لشكر داعيش بوري اخباري يا حقيقي وترل شي يا سو………. كداشي زواب به يي داوي جي تاسي هم ورته اشاره كري جي خادم سلفي شوي وه دا خبري به افغان جهادي اوسني مقاومت كي دزينو سختو متعصبو خلفكانو او بيرانو دير كم ملا يا نو له خوا تر اهميت لاندي نيول كيزي بداسي حال كي جي داسلامي امارت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x