د اُردُني پیلوټ په اړه زما د لیکنې په اړه څو وضاحتونه!

عبدالرحيم (ثاقب)
څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

د اُردُني پیلوټ ژوندي سوځولو په اړه زما پر لیکنې ځینو وروڼو د خپلو تبصرو په مهال دا تأثر ښودلی و، چې ما ولي هغه ته مسلمان ویلي په داسې حال کې چې نوموړي د امریکايي پوځي ایتلاف د یوه غړي په توګه د مسلمانانو سیمې بمباركړي او هلته يې ډېر بې دفاع انسانان په شهادت رسولي.

او همداراز ځینو وروڼو په دې تأثر ښودلی، چې ما ولي د دغه پیلوټ په ژوندي سوځولو نیوکه کړې؟

غواړم په دې لیکنه کې د درنو لوستونکو د دغو تأثراتو په اړه څو ټکي واضح کړم:

عبدالرحيم (ثاقب) څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

عبدالرحيم (ثاقب)
څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

لومړی دا چې په یاده لیکنه کې چې ما معاذ الکساسبه ته د مسلمان صفت کارولی، له هغه څخه زما موخه دا وه، چې نوموړی په داسې حال کې چې د مسلمان هیواد وګړی ، د یوې مسلمانې کورنۍ غړی او په خپله هم مسلمان و، ولي د امریکايي مصالحو لپاره په داسې زړه بوږنوونکي برخلیک ځان اخته کړ، چې په ژوندونې ورباندې اور بل شو ؟

په کار خو دا وه چې دا ډول ځوانان، چې خپله هم مسلمان ، د مسلمانې کورنۍ غړي او د مسلمان هیواد په لګښت یې پوځي تعلیمات کړي وي؛ له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع په لارکې ووژل شي، نه دا چې د کافرانو په امر دوی هم له یرغلګرو کافرانو سره مل د مسلمانانو پر خلاف استعمال او بیا د مسلمانانو لخوا ورباندې سره اورونه بل شي.

یعني زما خبره د نوموړی پیلوټ په اړه په اعتبار د ماکان سره وه او په دې مي تأسف ښودلی چې آخر زمونږ ځیني مسلمانان ولي دومره بي هويته او بي هدفه شي چې د اجنبي مصالحو د تحقق لپاره د خپل دین او عقیدې په خلاف اقدام وکړي؟

بل وضاحت دا چې زما لیکنه یوه سیاسي لیکنه ده؛ نه فقهي او علمي لیکنه. معمولا په دغه ډول لیکنو کې موضوعات له سیاسي اړخه تحلیل کیږي، نه له فقهي او مسلکي اړخه ، او همداراز لیکوال داحق نه لري، چې څوک له اسلامه خارج اویا په اسلام کې داخل کړي ؛ ځکه له اسلامه د یو چا اخراجول اویا په هغه کې داخلول د علماوو ، فقهاوو او اهل مسلک کار دی ، نه د سیاسي محللينو او لیکوالانو قضاوت. خو له ډیره بده مرغه چې نن زمونږ په ټولنه کې په دې اړه تمیز له مرفوعاتو څخه دی او هغه داچې څوک هم د يو دوو جملو لوستلو او ليكلو توان پیداکړي هغه نور ځان عالم ،فقیه ، محدث ، مجتهد او جامع الکمالات بولي. حال داچي له مسلکي اړخه دا د یوه انسان لویه نیمګړتیا ده چې په لاعلمي سره د علمیت دعوه کوي.په لاعلمي سره د چا په اړه حكم او فیصله کول د مسلکي ممنوعیت ترڅنګ سخته شرعي مؤاخذه لري ، مسلمان باید له تسرع في الحکم څخه ځان وساتي . حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حدیث شریف کې فرمايي: أيما أمرئ قال لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما، إن كان كما قال، وإلا رجعت عليه. رواه البخاري ومسلم.

له‍ذا مسلمان باید پر دې حریص وي، چې کافران اسلام ته رادعوت کړي ، نه خدای مکړه دا چې مسلمانان له اسلامه وباسي . کوم مسلمان چې بدبخته کیږي او په خپل قول او عمل سره ځان د اسلام له دائرې باسي (ځان مرتد کوي) د هغه پرحال باید مونږ ویر وکړو، چې ولي زمونږ یو مسلمان ورور را څخه مرتد شو؟ د مسلمانان ارتداد د اسلامي ټولنې لپاره هم فردي زیان لري او هم اجتماعي ، لهذا مسلمان باید د خپل ورور په ارتداد باندې خفګان وکړي ، نه داچې ټاپه ورپسي را واخلي او په زور یې له اسلامه شړي.

تجربو مونږ ته ثابته کړې، چې چا هم په دې اړه بي پروايي کړې او په لاعلمي سره یې د مسلمانانو په حق کې ګستاخي کړي ، د هغوی په اړه يي تسرع في الحکم کړی هغوی نن خپله پر ډیر بد برخلیک اخته دي.

د همدغو کسانو له جملې څخه یو هم ښاغلی استاد سیاف دی، چې هم يې په پخواني او هم په اوسني جهاد کې په مسلمانانو باندې د حکم کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی ، خو خپله ځان ترې هیر دی، چې په دې مسؤلیت کې يې ځان کوم ځای ته ورساوه.

زما د لیکنې په اړه بل وضاحت په شریعت کې د ژوندي انسان د سوځولو حکم دی .

د ژوندي انسان سوځولو په اړه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د صحیح حدیث له مخې د امت د جمهورو علماوو په فتوی حکم واضح دی. په دې اړه نه زه بل حکم کولای شم او نه د حکم کولو صلاحیت لرم ، لهذا هرمسلمان که هغه مجاهد وي که عالم وي او که د اسلام دخدمت په کومه بله شعبه کې کار کوی هغه باید د هماغه واضح حکم اطاعت وکړي، نه داچې په عندي تأویلاتو سره هغو کړنو ته مبرر ولټوي چې د دغه واضح حکم خلاف تر سره شوي اویا تر سره کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابن شهید ين
میلمه

محترم ثاقب صاحب .مننه كوم . زه خو بخيله نه دايم جي كاش ني واي سوزلي او نه دا جي سم كار يي وكر . او نه له نن يجر يا نا تو سره به تراو جا ته كافر يا مسلمان وايم …………… خو فقط دومره درته وايم جي خلقيان او بر جميان او يا دتركي حكومت جي روسا نو هم راغلو تر اخرني كلو دنجيب بوري . ايا دا خلك ولي مونك او تا سي كا فر بلل . يعني زما بوشتنه فقط دروس سره جي كوم افغان بيلت يا افغان عكسر دافغانا وزل ته ولار وه او وزل… نور لوستل »