افغانستان

کابل: د ولسي جرګې د وکیل ساتونکو او ځايي خلکو تر منځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د پلازمېنې کابل په اتمه حوزه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل د ساتونکو او ځايي خلکو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۳ تنه ټپیان شوي.

د کابل د اتمې حوزې اړوند پولیس وايي چې د ځايي خلکو او د وکیل د ساتونکو تر منځ د ځمکې پر سر نښته رامنځته شوې.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس مل پاسوال فرید افضلي ویلي چې د کابل ښار اتمې حوزې په شاه‌شهید سیمه کې د جمعه الدین په نوم یو کس غوښتل چې په ۱۶ بسوه ځمکه کې د ستر تعمیر جوړونه پیل کړي.

افضلي په وینا ځايي خلک یاده ځمکه د دولت ملکیت ګڼي او دوی غوښتل چې دغه کار په پیل کې خنډ شي. هغه وویل چې دغه مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی شریف الله کامه‌وال څو تنه ساتونکي د جمعه الدین په ملاتړ د ځمکې ځای ته ورغلل او شخړه رامنځته شوه.

د جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس له قوله په نښته کې یو پولیس او ۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې د پېښې په تړاو يې د شریف الله کامه‌وال څلور ساتونکي نیولي او تر څارنې لاندې دي.

افضلي همدا راز وویل چې د ځمکې دعوې قضیه یې د کابل ولایت د حقوقو مدیریت ته سپارلې.
په عین حال کې د اتمې حوزې آمر سمونوال حمیدالله رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار ۹:۳۰ بجې رامنځته شوه او د یو پولیس په شمول ۳ تنه په کې ټپیان شول.

د حمیدالله په وینا ځايي خلک ادعا کوي چې یاده ځمکه د دولت ده او د جمعه الدین په نوم کس د شریف الله‌کامه وال په ملاتړ غواړي دغه ځمکه غصب کړي.

راپورونه وايي چې غاصبینو د هېواد په لر او بر کې تر ۲۵۰زرو هکتاره څخه زیاتې دولتي ځمکې غصب کړي دي.

د فساد سره د مبارزې ادارې وايي چې د ځمکو په غصب کې لوړ پوړې چارواکي شامل دي.

پرون هم د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د ځمکو د غاصبینو پر ضد ولسي خلکو لاریون وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x