ورزش

سویلي افریقا وروستۍ اوور کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلو تر منځ تمریناتي لوبه وه چې دغه لوبه کې سویلي افریقا د سریلانکا لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا د لوبې پچې ګتلو سره ډګر ساتنې پریکړه وکړه. سریلانکايي لوبډلې د لوبې په ۴۴.۴ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډیده.

د سریلانکا لپاره دلشان په ۸۳ توپونو ۱۰۰، متیوز په ۴۹ توپونو ۵۸، کرونراتنې په ۶۱ توپنو ۴۶ او سنګکارا په ۴۷ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ایبټ درې او پارنېل دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. ایبټ خپل ۶.۴ اورونو کې ۳۷ او پارنېل خپل ۷ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې.

له باران وروسته د کرکټ نړیوال قانون پر بنسټ د سویلي افریقا لپاره هدف ۱۸۸ منډې په ۲۵ اورونو کې وټاکل شو. سویلي افریقا دغه هدف خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستۍ اوور کې پوره کړ.

سویلي افریقا لپاره کاک په ۵۵ توپونو ۶۶ او هاشم آمله په ۴۰ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د سریلانکا لپاره هېرات درې ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونه وکړه. نوموړی خپل ۵ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x