ورزش

انګلینډ د ویسټ انډیز لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام تمریناتي لوبو په لړ کې نن د انګلینډ لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې د انګلینډ توپ اچوونکو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه. د ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې په ۲۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لپاره سایمنس په ۵۵ توپونو ۴۵ او سمیت په ۲۳ توپونو ۲۱ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهوونکې ثابت شول.

د انګلینډ لپاره ووکس ۵ او فېن دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونه وکړه. ووکس خپل ۷.۳ اورونو کې ۱۹ او فېن خپل ۶ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې.

د انګلینډ لوبډلې توپ وهوونکي ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۲.۵ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې لپاره محمد علي په ۴۳ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې. بېل په ۶۸ توپونو ۳۵ او ټېلر په ۲۸ توپونو ۲۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x