د کندوز پخوانی والي، محمد عمر ساپی

د کندوز والي: طالبان په شمال کې د نویو خونړیو بریدونو لپاره تیاری نیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې په شمال په تېره بیا په کندوز کې طالبان د نویو خونړیو بریدونو لپاره تیاری نیسي.

د کندوز والي محمد عمر ساپي نن رسنیو ته وویل چې د دې ولایت په دشت ارچي او چهاردره ولسوالیو کې فعال طالبان د خپلو نویو بریدونو لپاره چمتوالی نیسي چې ګډ حکومت ته له اندېښنې لرې پېښې نه دي.

ساپي وویل چې په یادو ولسوالیو سربېره په ځينو نورو سیمو کې هم د بهرنیانو په ګډون نږدې دوه نیم زره طالبان په شمال کې د خونړیو بریدونو په پلانونو بوخت دي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو د طالبانو جنګي پلانونه له کرښې بلې خواته جوړېدونکي ګڼل او د طالبانو جنګي طراحان يې بهرنیان ګڼل.

د کندوز والي په داسې حال کې د طالبانو د خونړیو بریدونو د پلانونو خبر ورکوي چې طالبانو لا د خیبر په نامه پیل کړي عملیات پای ته نه دي رسولي او ښايي د راتلونکي کال لپاره د دوی له تګلارې سره سم تر نوي نوم لاندې جګړه پیل کړي.

ښايي د کندوز د والي څرګندونې د طالبانو د راتلونکي کال د عملیاتو په اړه هغه اندېښنې وي چې ډېری افغان چارواکي يې لري، خو د مخنیوي لپاره يې پخپلو ځواکونو باور نه لري.

طالبانو په شمال کې د نویو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو سږني عملیات په شمال کې خورا پراخ ګڼل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د