وردګ: د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز سرښندونکی برید وشو
نن ټکی آسیا: د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز باندي سرښندونکی برید ترسره شو، چي په کي د طالبانو د ویاند په قول په لسګونو بهرني او کورني عسکر ووژل شول.
هغه زیاته کړه چي دغه برید نن مازیګر د پنځو بجو په شاوخوا دبهرنیو او کورنیو ځواکونو پر یوه ګډ مرکز د یو تن طالب چي میکاييل نومیده، له خوا ترسره شو.
د نومړي په وینا په دغه برید کې چي د موټر په واسطه تر سره شو، او په کښي تر لس زره زیات کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوې وه، په کښي په لسګونو بهرني او کورني عسکر ووژل شول.
سیمه ایزو چارواکو دغه برید پخلی وکړ، او ویلي چي چاودنه د بهرنیو ځواکونو د قرار ګاه په دروازه کې ترسره شول، چي له امله يې د ولسوالۍ د هستوګني د ځای په ګډون یو شمیر وداني ونړیدلې، خو دا چي په دې چاودنه کې به څومره کورني یا بهرني عسکر وژل شوي وي، هغوی هیڅ ډول معلومات ورنکړل.