فیصل وايي، جهاد د واک معیار نه دی.

اجراییه ریاست: جهاد د واک معیار نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): تر اوسه د ملي یووالي حکومت اته وزیران توانېدلي چې له ولسې جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړي. په دغو وزیرانو کې ځینې په سیاسي لحاظ له پخوانیو کمونیستانو څخه دي چې د یو شمېر سیاسي کړیو اندېښنې یې راپارولي دي.

د هېواد په لویدیځ حوزه کې د اسلامي جمعیت پخوانی قومندان، اسماعیل خان یو له هغو کسانو څخه دی چې په تېرې یوې میاشتې کې دا دویم ځل دی چې په حکومت کې د مجاهدینو له نشتون څخه اندېښنه څرګندوي او نیوکې کوي. اسماعیل خان پرون دا ګواښ هم وکړ چې د کمونیستانو په شتون کې امنیت نه شي راتلای.

د یادولو وړ ده چې اوسنی حکومت د کورنیو چارو وزیر، نور الحق علومي چې کمونیستي مخېينه لري، د عبدالله عبدالله د ټیم له لورې دغه وزارت ته معرفي شوی. اسماعیل خان هم د ټاکنو په دویم دور کې له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اسماعیل خان د څرګندونو په غبرګون کې د اجراییه رييس، عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال نن په یوې مرکه کې وویل چې «جهاد د واک معیار نه دی». جاوید فیصل په مستقیم ډول پر اسماعیل خان کومه نیوکه ونه کړه.

فیصل وايي: «افغان حکومت پرېکړه کړې چې داسې کسان وټاکي چې کاري تجربه او لوړې زده کړې ولري. جهاد کله هم د واک لپاره معیار نه و او دې حکومت داسې کسان په کلیدي پوسټونو کې ټاکلي چې په جهاد کې نه و. جهاد د واک لپاره معیار نه دی».

دا لومړی ځل دی چې د عبدالله عبدالله له ټیم څخه د اسماعیل خان د توندو څرګندونو پر ضد نظر څرګندېږي. اسماعیل خان په جمعیت ګوند کې له مهمو کسانو څخه ګڼل کېږي او عبدالله عبدالله په تېرو ټاکنو کې د جمعیت ګوند نوماند و.

پخوا اسماعیل خان ویلي و چې په اوسنۍ کابینه کې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کسان حضور لري چې ډېری یې کمونیستان دي.

اسماعیل خان شاید تر دې دمه یوازنی جهادي قومندان وي چې پر ګډ حکومت توندې نیوکې کوي. دا په داسې حال کې ده چې پاتې قومندانانو د حکومت له تشکیل وروسته ډېرې ناستې کړي؛ خو تر دې دمه یې د ناستو پایله رسنیو ته نه ده راوتې.

د یادولو وړ ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال عبدالله عبدالله او د شمال ټلوالې هغه مشران چې په واک کې نه و، تل د ښاغلي کرزي حکومت پر دې تورناوه چې ګواکې «مجاهدین» څنډې ته کوي.

د ګډ حکومت کابینه کې اوولس څوکۍ لاهم سرپرستان اداره کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

رښتیا وایی اوس د واک معیار د کفری ملکو نو ګټو ته د وفاداری په بنا ده د جهاد او اسلام دی الله مل شی

ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

عجيب تأثر دي ما جهاد كري مجا هدين يو ………. كه له دي جنابه بوشتنه وشي جي تا جهاد ولي كول او دجا لباره دي كول…؟ اول خو جهاد يو اهم اسلامي حكم دي لكه لمونز روزه حج زكات … اسماعيل خان سياف او ..جنا بانو اول كه سوك جهاد وكري نو بر بل يي ولي احسان اجه وي نو حا جي به واي ماحج كري مه زكات ور كري ما لمونز كري ….نو زه بايد هر سه ولرم بل داجي تاسي سنكه جهاد وكر ديو اشغال سره جنك او دبل اشغال استقبال يو كفر سره جنك دبل كفر ملكري… نور لوستل »