افغانستان

د افغانستان په ختیځ او جنوب کې څلور بهرني عسکر ووژل شول

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو څلور تنه عسکر د افغانستان په جنوب او ختیځ کې ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم تیر ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په یوه خبرپاڼه کې وویل شول چي نن د جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ایساف درې تنه عسکر د مخالفینو په برید کې ووژل شول.

او په یوه بله خبرپاڼه کې وویل شول چي د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د مخالفینو د برید له کبله یو تن بهرنی سرتیري ووژل شول.

ایساف د خپلي پالیسۍ له مخي د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه څرګندوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې تر مخه خبر ورکړی وو، چي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په یوه سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو طالبانو برید وکړ، چي له امله يې لږ تر لږه څلور تنه عسکر مړه او څلور نور ټپيان شول.

د نومړي په وینا ددغو عسکرو دوه عرادې موټر هم په برید کې له منځه ولاړل.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشت سبتمبر له پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۱۳ عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x