fbpx

په څو کرښو کې لوی مفاهیم-۱۵

حامد افغان

(1) قراني نكته

یوسف علیه السلام ته په بندیخانه کې وویل شول: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ، یعني موږ تا د ښېګڼه کوونکو له ډلې بولو. کله چې هغه ته د مصر ټولې خزانې وسپارل شوې او د هغو واک د ده په لاس کې شو هلته هم همدا خبره ورته وکړل شوه: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ، یعني موږ تا د ښېګڼه کوونکو له ډلې بولو.

معلومه شوه چې د حالاتو په ښکته پورته کیدلو سره په غوره اخلاقو باندې د انسان ثبات “نبوي اخلاق” دي، او متاسفانه زموږ د پېر وګړي دا “ثبات” نه لري او د حالاتو په تغیر سره یې اخلاق بدلیږي، الا من رحم الله.

(2) غوسه مه کوه

قرانکریم د مومنانو په ستاینه کې وایي: وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ. [آل عمران: 134]. یعني او مومنان هغه څوک دي چې غوسه زغمونکي وي او خلکو ته بښنه کوونکي وي او الله له نیکي کوونکو سره مینه کوي. داراز په صحي حدیث کې راغلي ابو هریره رضي الله عنه وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: وصیت راته وکړه، هغه ورته وویل: غوسه مه کوه، هغه سړي بیا بیا ورته ویل: وصیت راته وکړه، خو ده همدا ورته ویل: غوسه مه کوه. عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رجلا قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال: لا تغضب، فردد مرارا قال: لا تغضب. رواه البخاري. 5/ 2267.

(3) كرونده

قرانکریم ښځې د فصل او کروندې له ځای (ځمکې او پټي) سره تشبیه کړې دي، نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ. البقره 224. یعني ستاسو میرمنې ستاسو د کروندې ځای ده، او اولاد زرع او کرونده بلل شوې ده لکه د رسول الله او خدیجې په خطبه کې چې ابوطالب ویلي دي : الحمد لله الذي جعلنا من ذرية إبراهيم وزرع إسماعيل . (ابن عاشور)، بې ادبي معاف لکه زموږ په دې پښتو لنډۍ کې هم ښځه د کروندې ځای بلل شوې ده:

په ما مېړوښې دې زړه بایلود
د بل په مځکه شولې چا کرلي دینه

(4) موږ ته سمه لاره وښیه

انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا ډېره کوله: ای د زړونو اړوونکيه زما زړه ستا پر دین ثابت کړه، عن أَنَسٍ رضى الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ. رواه الترمذي، برقم 2140، وأحمد، 19/ 160، برقم 12107، ومصنف بن أبي شيبة، 11/ 36، برقم 31044، وشعب الإيمان للبيهقي، 2/ 209.

دعا د اخیري زمانې له فتنو نه د ځان ژغورلو غوره لاره ده، مسلمانانو ته په لمانځه کې فاتحه ویل لازمي دي او په فاتحه کې دا ایت ډېر څرګند ده: اهدنا الصراط المستقيم، موږ ته سمه لاره وښیه. نو هر وخت باید په شعوري توګه او ویښ زړه سره دعا وکړل شي چې یا الله! موږ ته سمه لاره وښیه، ستا پر دین مو زړونه ثابت لره او د وخت له هر ډول فتنو مو وساته.

(5) مومن عزتمن او منافق سپک وي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: مومن ساده او عزتمن وي او منافق بخیل او سپک وي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: المؤمن غِرٌّ كريم، والفاجر خبٌّ لئيم. أخرجه البخاري في (الأدب المفرد . 418 ) و أبو داود ( 4790 ) والترمذي ( 1/ 356 ) و الحاكم ( 1 / 43 ) .
دلته د منافق او مومن له پاره دوه دوه صفتونه راغلي دي، او د هر یوه وروستی صفت د لومړي له پاره علت او سبب ده ، یعني مومن ساده، دوکه کیدونکی او عزتمن وي، مطلب دا چې د هغه اخلاق غوره او انسانیت ښه وي نو ساده وي او د شر کارونو ته یې ډېره توجه نه وي د دې مطلب دا ده چې له ناپوهي نه دوکه کیږې بلکي له ښه سړیتوبه او ښه انسانیته او له ډیر ښه ګومانه .او منافق سپک او بداخلاقه وي ځکه بخیل، بداخلاقه، جګړه مار او لجوج وي، .

(6) له کوډګرو لیري ګرځۍ

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې کاهن او عراف ته ورشي او د هغه خبرې رښتیا وبولي نو دې سړي د محمد صلی الله علیه وسلم له دین نه انکار وکړ او کافر شو. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ :مَنْ أَتَى كَاهِنًا، أَوْ عَرَّافًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم. أخرجه أحمد والأربعة.

په حدیث کې کاهن او عراف راغلي دي، (كاهن) هغه چا ته وایي چې د اینده په اړه غیب خبرې کوي او (عراف) هغه دی چې د تیر وخت له غیبو خبرې کوي، کوډګر او جادوګر همدا کار کوي، دوی کاهنان او عرافین دي او دوی ته ورتګ او په خبرو یې باور کول په حدیث کې د محمدي دین انکار بلل شوی ده.

(7) د الله جنتونه پراخه دي

معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله په سرکشي او ګناه لګیادي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دي دوی په دنیا کې خوشاله کړي دي په اخرت کې یې هم همداسي خوشاله کړه. ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښيرا ورته وکړه،او ته دعا ورته کوي؟! معروف الکرخي رحمه الله ورته وویل: په اخرت کې چې الله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي. (طبقات الاولياء لابن الملقن 1/47) .

ځیني خلک پخپله کمه پوهه او دینداري مغرور وي او فکر کوي جنت یې ګټلی او له څرګندونو یې معلومیږي چې د جنت او جهنم واک یې هم ترلاسه کړی ده .. نو له ګناهګارو سره د حسد او کینې چلند کوي! خو دوی باید د امام الکرخي له خبرې زده کړي چې که ګناهګار توبه وکاږي او جنت ته ولاړ شي دوی ته هیڅ تاوان نه رسوي او نه د الله پراخه جنتونه تنګیږي. باید له ګناهګارو سره نرمي او خواخوږي وشي د الله جنتونه پراخه دي.

(8) په پټه عبادت

په دین باندې د ثابت پاته کیدلو له پاره په پټه د الله عبادت کول ډېره غوره لاره ده، او ظاهرپرست خلک اکثره د حق له لارې کاږه شوي دي، حذیفه بن الیمان رضي الله عنه ته یوه سړي وویل: زه خو به د منافقینو له ډلې څخه نه یم؟ هغه ورته وویل: کله چې ګوښی شې لمونځ کوې او چې ګناه وکړې توبه کاږې؟ هغه ورته وویل: هو، حذیفه ورته وویل: ځه ته الله منافق نه یې ګرځولی. او څوک چې د ریا شکایت کوې د هغوی په پټه عبادت کم وي او یا بیخي نه وي.

(9) د علماو احترام

ابو وائل وايي: عبدالله بن مسعود رضى الله عنه یو سړی ولید په څادره کې یې پښې پټي وې نو ورته ویې ویل: څادر درپورته کړه، هغه ورته وویل: ته دې خپل څادر پورته کړه، ده ورته وویل: زما لینګي ډېر نري دي او د خلکو امامت کوم، دا خبره عمربن الخطاب رضى الله عنه ته ورسیدله هغه دا سړی راوغوښت نو د ډبولو پیل یې پرې وکړ او ورته ویل یې: ته ابن مسعود ته خبره ورغبرګوې؟! . [سير الاعلام النبلاء 1/196].

(10) د علماو درنښت

ابو معاویه رحمه الله وایي: یوه ورځ مې له امیر المؤمنین هارون الرشید رحمه الله سره ډوډۍ وخوړه، یو چا لاسونه راومینځل خو هغه سړی مې ونه پیژاند، وروسته هارون الرشید راته وویل: هغه سړی دي وپیژاند چې لاسونه یې درومینځل؟ ما ورته وویل: نه، ده راته وویل: هغه زه وم، ما ورته وویل: هغه ته وې امیرالمؤمنین؟!! ده راته وویل: هو، ستا د علم د درنښت او احترام په خاطر مې دا کار وکړ. [المنتظم لابن الجوزي 8 / 322، 323].

(11) د الله وېره

د خپل کور دروازه یې وټکوله، میرمن یې لیږ ناوخته شوه چې کله هغې دروازه خلاصه کړه سړی یې په دروازه کې بې هوښه غځیدلی و، ښځه یې ووېریدله په منډه یې اوبه راواخیستلې مخ یې ورومینځه راکښېیناوه، سړی رابیدار او په هوښ کې شو.

میرمني یې د ناوخته کیدلو عذر ورته ویلې خو ده ورته وویل: ستا د ناوخته کیدلو یا انتظار او ستوماني خبره نه وه، کله مې چې خپله دروازه په مخکي تړلې ولیدله د اخرت هغه حالت رایاد شو چې د جنت دروازه تړلې وي او د الله په حضور کي ولاړ یو .. نو د الله له وېري نه بې هوښه شوم.

(12) په الله باور

أبو سليمان الداراني رحمه الله وایي: څوک چې په دې خبره باوري شي چې روزي به الله رارسوي؛ دا ګټې به ترلاسه کړي:
* اخلاق به یې ډېر ښه شي.
* سینه به یې پراخه شي.
* سخاوت او په ځان لګښت به زیات کړي.
* په لمانځه کې به یې وسوسې کمي شي.

(13) د سلفو تر منځ دعوه

سلم بن قتيبة رحمه الله وایي: زه یو ځای ناست وم بشير بن عبد الله رحمه الله راباندې راغی راته کړه یې: دلته ولې ناست یې؟ ما ورته وویل: زما د اکا زوی دی له هعه سره مې دعوه ده، هغه زما د کور خواته په یوه شي دعوه کړې ده، بشیر رحمه الله راته وویل: ستا پلار له ما سره ښېګڼې کړې وې، زه غواړم د هغو بدل درکړم، او هغه داسې چې زما نصیحت واوره: په والله دعوه او جنجال د سړي دین ته ترټولو زیات تاوان رسوي، د سړي غیرت او میړانه ختموي، د ژوند خوند خرابوي، او د سړي زړه او ذهن مصروف او بوخت ګرځوي.

سلم وایي: زه ولاړ شوم او روانیدم د اکا زوی مې راته وویل: څه کړې؟ ما ورته وویل: زه له دعوې تېر شوم، هغه راته وویل: پوه شوې چې زه په حقه یم، ما ورته وویل: نه، له هغه شي زه درتیریږم، خو زه په دعوه ځان نه بدرنګه کوم، هغه راته وویل : زه هم هغه شی نه کوم هغه یې ستا. [موسوعة ابن أبي الدنيا 4 / 325]. دا د سلفو علماو رحمهم الله ترمنځ د دعوې یوه بیلګه ده، راځئ موږ د موجوده زمانې خلک لیږ ځانونو ته متوجه شو چې پخپلو کې له یوه بل سره د دعوې په مهال څه سره کوو؟ .

(14) عبادت !

هغه په لوړ ځای ناست دی تکې سپینې جامې یې په تن او سپینه ګردۍ پګړۍ یې په سر ده، کټمټ د ده په څیر سپین پګړیو او سپین کالیو جومات ورته ډک کړی ده، د ده مخته برابره تشه لاره ده په هغه کې له ده لیږ لیري دوه دری کسان ولاړ دي، یو یو کس راپورته کیږي د ده مخته په شوق او ډار دریږي بیا رکوع او آن سجده هم کوي، ده ته چې لاس ورکړي روغ سړی په نڅیدا او بې کنتروله شي، په ډېر تیز قهقري تګ یا ریورس روان شي، هغو ولاړو کسانو د شا له خوا تر یوه ځایه نیولی وي وروسته په لړزانده حالت کې ولویږي، په پروتي د حلال شوي پسه په څیر ټوپونه او لغتي وهي خو ایله سپینه پګړۍ یې له سره لویدلې وي.

د جوماتونو په منبرونو او د راډیوګانو او ټلویزنونو په دیني پروګرامونو کې په دې سپین پوښ مخلوق بحثونه کیږي، په خواله رسنیو کې یې ویډیوګانې پورته کیږي او کتل کیږي خو دوی وایي موږ عبادت کوو! .

(15) صوفي !

یوه صوفي په ګڼ بازار کې دوه ځوانې میرمنې ودرولې، ژباړل شوي قرانونه یې له څو کتابونو سره ورکړل، په لنډه توګه یې د قرانکریم او ورسره کتابونو معلومات ورکړل د خبرو په مهال یې ډېر ځله ځمکې ته کتل، ښځو مننه ترې وکړه دی په یوه او دوه اروپایي میرمنې په بله روانې شوې، زموږ یوه صوفي د دې ویډیو له لیدلو وروسته زموږ مخته یوه قاطع .. پوښتنه کېښوده: له دې سرلوڅو، بې حجابه او ځوانو ښځو سره دریدل او خبرې په کوم کتاب روا دي؟؟؟ .

(16) د لویدیځوالو خواخوږي!

په یوه چورلکه پوري لویه تخته تړلې ده په هغه یو کاریګر ناست دی، د برق تارونو ته یې ورو ورو ورنږدې کوله، په تارونو کې یو مرغه نښتی او راځړیدی، چورلکه چې ښه ورنږدې شوه کاریګر هغه مرغه په اتیات سره له تارونو راخلاص او په قفس کې واچاوه.
دا د لویدیځ د کوم هیواد کیسه ده په یوه ویډیو کې مې ولیدله، او ما ته زموږ په هیواد کې د لویدیځوالو چورلکې رایادې شوې.

(17) د قفقازیانو رواج

د قفقاز په سیمه کې د دوو اړخونو ترمنځ جګړه یوې ښځې درولی شوی، هغه داسې چې ښځه به د دواړو لوریو منځته ورغله له خپله سره به یې ټیکری وغورځاوه په ځمکه به یې وېړ کړ، جنګیالیو به دې ته د احترام له پاره سترګې ښکته واچولې، جګړه به یې ودروله . او خپلو کورونو ته به روان شول! .

(18) د یوه ظالم مارغه او بل څیرونکی حیوان له نومونو سره زموږ له بې کچه میني څخه د خپلې ټولني روان او روحي تمایل معلومولی شو. هغه دا چې موږ له “ظلم” سره زیاته مینه لرو، دا یو علمي حقیقت دی که څوک یې نه مني نه دې مني.

(19) بلال بن سعد رحمه الله ( مړ 124هـ) وایي: که څوک مو ولید چې ډېر جنجالي او په خپله رایه او نظر مین و نو دی پوره تاواني دی. [الحلية 2/191].

(20) د ځیني مړو په یاد زړونه ژوندي کیږي، او له ځیني ژوندیو سره په ناسته ولاړه زړونه مري. ابن القیم.

(21) حسن البصري رحمه الله وایي: فتنه چې کله راروانه وي یواځي عالم یې پیژندلی شي، او چې کله په ختمیدو شي او ویني وبهیږي بیا یې جاهل وپیژني.

(22) خلک ستا ظاهر ته ګوري او الله ستا باطن ته ګوري، نو د خلکو د نظر ځای (ظاهر) له ښایسته کولو او د الله د نظر ځای (باطن) بدرنګ پرېښودلو نه ځان وژغوره . (فضیل بن عیاض رحمه الله تعالی).

(23) ناپوهـ مسلمان د اسلام لوی دښمن دی، دی پخپله سرزوري سره د رښتیني اسلام رنګ بدوي، او خلک فکر کوي د ده کړنې اسلام دی. احمد دیدات رحمه الله تعالی.

(24) کله چې په دښمن برلاسی شوې نو د دې بریا په شکرانه کې دښمن ته بښنه وکړه .علي بن ابي طالب رضي الله عنه.

(25) د نړۍ یواځنۍ جګړه چې په هغه کې جنګیالی له دښمن سره د رحم او عدل چلند کوي هغه “شرعي جهاد ” ده.

(26) که ته ووایې چې د ټولنې نیمایي خلک بد دي ، ټول خلک درته غوسه کیږي ، او که ووایې چې د ټولنه نیمایي خلک ښه دي ټول خلک ستا په خبره خوشالیږي ! دا په داسې حال کې چې د دې دواړو خبرو موخه او مطلب یو ده !.

(27) ډېری خلک فکر کوي دوی بدمرغه دي، اصلاً دوی نیکمرغه وي خو پخپله نیکمرغي نه پوهیږي.څښتنه! موږ پوهـ کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د