افغانستان

ايساف: په پکتیکا کې يوه بې پلوټه الوتکه ورغوځیده، او په کندز کې یو موټر زیانمن او عسکر ټپي شو

americanنن ټکی آسیا: د پکتیکا په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه وغورځیده.

نن د بهرنیو ځواکونو د رسنیز دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې وویل شول، چي پرون ورځ د پکتیکا ولایت د سرحوزي په ولسوالۍ کې د ایساف یوه الوتکه وغورځیده، چي د غورځیدلو سبب يې د هغې تخنیکي ستونزي ښودلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوی چي ایساف د هغي الوتکي پاتي برخه بیرته لاس ته راوړي.

او همدا رنګه په کندز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر منلې چي نن د چهار درې ولسوالۍ د نو آباد په سیمه کې ددوی پر یوه موتر باندي ماین وچاودېد، چي له کبله يې موټر زیانمن او یو تن عسکر ټپي شو.

خو د طالبانو ویاند ویلي چي په چاودنه کې ۵ تنه بهرني وژل شوي دي.

تیره ورځ د کندز په مرکز کي هم ورته پيښه کې را منځته شوې وه، چي بهرنیو ځواکونو ویلي وه یو عسکر ټپي او موټر زیانمن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x