ادبي لیکنيپښــــتو ادب

او/ اسدالله غضنفر

رحمان بابا فرمايي :

هغه څه پوښتې له هجره له وصاله

چې پخپله هم محب شي هم محبوب

د اوسنۍ زمانې شاعر ممكن د دويم ( له ) په ځاى ( او) راوړي خو د كلام موسيقي په پخواني طرز كې زياته ده. خوشحال خټك فرمايلي دي :

په غزل په رباعي مې زړۀ مين دى

چې مداح يم د دلبرو د جمال

دلته هم په اوسني سبك كې د دويم ( په ) په ځاى ( او ) ليكو او د كلام موسيقي ته تاوان رسوو. د وخت په تېرېدو سره ژبه بدلېږي مګر كه په پخواني سبك كې يو امتياز وي ، هغه ولې راژوندى نه كړو ؟ په دا لاندې بيت كې دالونو د خوشحال بابا د بيت صلابت زيات كړى دى :

د محنت ، د شفقت د صبر نه دي

د راحت د فراغت دي د تلوار

پخوانو که څه هم( کامه ) نه پیژندله او په همدې وجه د جملو د بریدونو د معلومولو لپاره تر اوسنو لیکوالو ( او) ته زیات مجبورېدل ، مګر هغوی ډېر ځله د ولس د پښتو پیروي کړې او غیرضروري ( او) یې نه دی راوړی. په تاریخ مرصع کې لولو: ( چې دا واقعه یې واورېده، راروان شه، راغی، شریک د رنځ شه، ښه خدمت یې وکړ.) ۴۴۰ مخ. د تاریخ مرصع د همدې مخ یوه بله جمله:( ورته ومې ویل چې درومئ ، په ګودر پورې شئ، شبګیر وکاڼئ.)

مونږ اوس د کلمو د یو ځای کولو لپاره یوازې د وروستۍ کلمې مخې ته ( او) ږدو او نورې یو ځای شوې کلمې د کامې په ذریعه له یو بله بېلوو، خو پخوانو چې کامه نه لرله، ډېر ځله یې د کامې په ځای له ( اوه) استفاده کړې ده. مثال به بیا هم له تاریخ مرصع(۵۶۴ مخ) راوړو: ( هغه معرفت پناه او حقایق اګاه اومظهر د کرامات او معدن د خرق ِعادات یعنې شېخ المشایخ ملا علي بېټنی ډېر مرتاض او متورع او پرهیزګار او قایم اللیل او صائم الدهر وه او سرهند کې یې سکونت درله.) مونږ ویلای شو چې پخواني دغه ( او) ته ژبنۍ نه بلکې املایي اړتیا اړباسلي وو.

موږ د اوسنۍ زمانې په ليكنو كې یونیم ځل په داسې ځايونو كې هم ( او ) راوړو چې ضرورت ورته نه وي. نن سبا بې ضرورته ( او) کله کله ان د تكړه ليكوالو په نثرونو كې لیدل کیږي. د نصيراحمد احمدي په ( رڼا ) ناول كې لولو: ( بانه يې دا وه چې حالات خراب دي او احتياط ښه دى.) دویمه خبره د لومړۍ هغې نتيجه ده او دا جملې له ( اوه ) پرته هم سره غوټه دي. که د یوې جملې پیښه د بلې نتیجه وي یا یوه له بلې سره د علت او معلول رابطه ولري، د دغسې جملو د ارتباط لپاره ( او) ته اړتیا نشته. لکه : ډیرې واورې ووریدې، بې حده یخني شوه.

زموږ د نثرونو په ګڼو جملو كې تر ( وويل ) دمخه راغلی ( او ) ضروري نه ښكاري. مثلا په دې جمله كې frown emoticon هغه ماته وكتل او ويې ويل… ) دلته د ( او ) په ځاى كامه بهتره ده. دليل دا دى چې د دواړو جملو ارتباط ډېر څرګند دى. دغه ارتباط د کتلو او ویلو د عملونو له زماني پرله پسې والي او منطقي رابطې زیږیدلی دی. خو په دا بل مثال كې چې د جملو دغسې ارتباط واضح نه دى، ( او ) ضروري ښکاري frown emoticon احمد ماته پياله راكړه او محمود ته يې مڼه ونيوله.)

په زماني لحاظ په يو بل پسې واقع شوې جملې ( او ) نه غواړي ، مثال frown emoticon هغه بازار ته لاړ. هلته يې احمد وليد. احمد پيسې وركړې. پيسې يې دوكاندار ته وركړې چې … )

د خلکو په خبرو کې اورو: هغه ډیر بې خولې، بې ژبې بنیادم دی… هغه ډیر بې رویه ، بې لحاظه سړی دی… ښه سره سپینه، ښایسته نجلې ده… په لیکنو کې ممکن په دغسې جملو کې تر وروستیو ستاینومونو دمخه ( او) راوړو او د جملو فطري ښکلا ته صدمه ورسوو.

کله چې وایو، هغه سره سپینه ده، ( سره) د ( سپین ) د ستاینوم لپاره ستاینوم شي خو کله چې وایو، د افغانستان بیرغ تور، سور او زرغون دی، منظور مو د داسې ستاینومونو ( دلته رنګونه) بیان دی چې له یو بله مستقل دي. یو ستاینوم که د بل ستاینوم د توضیح لپاره راشي، د پاسني مثال په څېر ( او) نه غواړي خو که مستقل ستاینومونه راشي، د رابطې لپاره یې ( او) پکار دی.

ځینې کلمې چې د معنا په لحاظ د یو بل مترادفې وي یا له ځینو جهتونو ارتباط سره ولري، په کلاسیکو اثارو کې بې ( اوه ) سره جوړه کېږي. لکه د رحمان بابا په دې مصرعه کي:

هیڅ ژوره لوړه نه وي ورمعلومه

دا هم د رحمان بابا وینا ده:

خدای نبي به دې روزي نه شي رحمانه

( او) چې اصلي نقش یې یو ځای کول دي، په هغو جملو کې هم ورته ضرورت نه پېښېږي چې څو اسمونه پکې د (واړه )، ( ټول) یا داسې بلې کلمې په ذریعه سره یو ځای شوي وي. خوشحال خټک فرمایي:

پښتانه، مغول، هندکي واړه خوشحال دي

لیونی خو یو خوشحال دی په دا منځ کې

موږ په خبرو کې وایو: احمد ، محمود، حاجي صاحب، ټول راغلل.

د عطف توري او ادوات چې ډاکتر زیار ورته د (تړوییکي) نوم غوره کړی دی، د استاد رشتین په نظر په پښتو کې دغه څلور دي: او، هم ، بیا ، پسې.

ډاکتر زیار په ( پښتو پښويه ) كې د ( او) په باره کې ليكلي دي چې : (همدغه [ او ] دى چې د وييونو تر منځ په زياته كارېدنه پر ( و ) اوړي، لكه مور وپلار، خورو ورور ، مګر كه له خپلواكپاى ويي سره بل ويى تړل كېږي نو په آره بڼه راځي ، لكه : كاكا او ماما ، ښه او بد …. بل دا چې زياتره [ او ] يو نحوي تړاو ښيي او [ و ] يو لغوي تړون . هر ګوره د غونډ او غونډلو د تړاو لپاره تل [ او ] كارول كېږي. )

استاد رشتین د پښتو ګرامر په کتاب کې د ( او) په بلاغي نقش خبرې کړې دي. استاد لیکي چې : ( که چیرې په دوو جملو کې د حکم یووالی موجود نه وي، نو د عطف توري پکې نه راځي. خصوصا په اشعارو کې د لنډیز په غرض د عطف توري نه راوړل کیږي. لکه:

باران وریږي، څڅواکي څاڅي

نسیم راوالوت ، سنبل پرې ناڅي

په دې مثال کې ( او) حذف شوی دی او یوازې په معنوي ارتباط بسنه شوې ده.)

بهتره دا ده ووایو چې په دې بیت او اکثرو نورو بیتونو کې د عطف ( او) ځکه نه راوړل کیږي چې د جملو تر منځ د زمان د پرله پسې والي یا د علیت د رابطې تصور کیږي. د عبدالقادر خټک په پاسني بیت کې باران د څڅواکو سبب شوی او نسیم د سنبل د نڅا علت دی. دغه څلور واړه جلمې په زماني لحاظ هم په یو بل پسې تصور شوې دي، ځکه خو ضرور نه ده چې د ( او) په ذریعه سره وصل شي.

په شعر کې ډیر ځله د جملو تر منځ د علیت یا زماني پیوستون رابطه منطقي نه بلکې د خیال او مبالغې زیږنده وي. مثلا په دې لنډۍ کې :

سبا به بیا کډې باریږي

د دښت ګلان به ستا لمنې بویوینه

ویل شوي دي چې د کډو د باریدو او په دښت کې د معشوقې د سفر په نتیجه کې به ګلونه د هغې لمنې بویوي. دلته که د دواړو جملو د پيوستون لپاره ( او ) راغلى واى ، د لنډۍ بلاغي قوت کمیده. ځکه ( او) خو به هغه وخت پکار و چې د معشوقې د کډه کولو او د دښت د ګلونو لخوا د هغې د لمن د بویولو تر منځ د پیښې او نتیجې یا علت او معلول رابطه نه وای.

موږ وایو:( په کلي سیلاب رابرابر شو، کورونه یې یوړل. ) دلته ( او) ځکه نشته چې دویمه جمله د لومړۍ هغې نتیجه ده. مګر په دا لاندې مثال کې چې اوله جمله له دویمې سره د علت او معلول رابطه نه لري، د ( او) راوړلو ته مجبور یو: ( په کلي سیلاب راغی او ږلۍ ورباندې وورېده.)

ايا د دې دوو جملو تر منځ ( او ) په ځاى دى frown emoticon كرزى امريكا ته لاړ او له اوباما سره يې وليدل. ) هو، دلته بې ځايه نه دى. ځكه تصور دا دى چې كرزى په امريكا كې نور كارونه هم لري او دا يوازې د اوباما ليدل نه دي چې د دۀ ټول سفر ورپورې غوټه دى . كه دا دوې جملې په ( او ) سره وصل نه كړو معنا به يې دا وي چې د سفر نور اړخونه په ذهن كې نه لرو. په هغه لنډۍ كې ځكه ( او ) ته اړتيا نشته چې عاشق يوازې د معشوقې د ښكلا په باره كې فكر كوي. هغه دومره ښكلې ده چې ګلان يې هم د بويولو تنده لري، حال دا چې ګل پخپله د بويولو شى دى .

موږ په خبرو كې اورو چې : ( پېښور ته لاړم ، مور مې وليده. ) په پېښور كې خو متكلم نور كارونه هم لرل ، ولې ( او ) پكې نشته؟ ځكه چې متكلم د دې خبرې د كولو په شېبه كې تصور كوي چې مخاطب يې هغه څوك دى چې د دې سفر له نورو اړخونو سره دلچسپي نه لري او د دواړو چارو ( پېښور ته تګ او د مور ليدل ) تر منځ رابطې ته د علت و معلول یا پیښې او نتیجې د رابطې په سترګه ګوري.

موږ په فصيح او بليغو خبرو كې ډېر ځله د پاسني مثال په څېر ( او ) نه اورو خو په فصيح او بليغو نثرونو كې يې ممكن ولولو ،ځكه چې په نثر كې د ليكونكي او مخاطب رابطه پېچلې وي او ليكونكى ممكن نور اړخونه هم په ضمني ډول په ذهن كې ولري مګرپه خبرو كې دغه رابطه ساده ده. په شعرونو كې چې تاکید و مبالغه زیاته ده، د ( او ) استعمال تر ډېره حده د بليغو پښتنو د خبرو په څېر دى ، ځكه د ( او) نه راوړل د دوو جملو د پېښو تر منځ د علت او معلول یا پیښې او نتیجې د رابطې تصور زیاتوي او دغه شى د تاكيد و مبالغې سبب ګرځي.

استاد رشتین لیکي: ( که د دوو جملو تر مینځ د حکم یووالی نه وي او یوازې معنوي نزدیوالی ولري، نو دغلته د عطف ادات راوړل او نه راوړل برابر دي او یو شان حکم لري. لکه : زلمی راغی او بریالی لاړ. یا : زلمی راغی، بریالی لاړ.)

دغه معنوي نزدیوالی چې استاد ورته اشاره کوي، یا د جملو له زماني پرله پسې والي سره تعلق لرلای شي او یا د علیت له رابطې سره. یعنې دا جمله که له ( او ) پرته راشي، یا دا معنا لري چې بریالی د زلمي له راتلو وروسته لاړ او یا دا معنا چې د زلمي راتلل د بریالي د تلو سبب شول. که دا دواړه جملې د (او) په ذریعه سره وصل کړو ،تر ډیره حده دا تاثر راکوي چې : د دوی تلل او راتلل له یو بل سره رابطه نه لري. زه خپله د دې خبرې کولو ته مایل یم چې د ( او) شتون او نه شتون پکې یو باریک فرق پیدا کوي. دغه باریک فرق ته توجه ممکن په بلاغي اثارو کې اهمیت ولري.

استاد رشتین د عطف د توري په بحث کې دا هم لیکلي دي چې : ( که جملې یو تر بله د معنا او جوړښت بیلتون ولري، یعنې یوه خبریه او بله انشاییه وي، نو دلته هم د عطف ادات نه راځي. لکه: ته ځه ! زه به درځم.)

استاد د ( او) د نه ضرورت یو بل مورد ته هم اشاره کړې ده frown emoticon که دویمه جمله معترضه وي نو ، دلته هم د عطف اداتو ته ضرورت نه لیدل کیږي. لکه: د ځان صفت نه کوم، سړی بد ښکاري، خو چا ته مې د تمې سر نه ټیټیږي.) دلته، سړی بد ښکاري ،معترضه جمله او یا د استاد د ګرامر د پښتو ژباړن سید محي الدین هاشمي په قول، بېله کۍ جمله ده.

استاد رشتین لیکلي دي چې په پښتو کې معاني او بیان ته لویه نحوه ویل کیږي.

د لویې نحوې د بیان بحث په ټولو ژبو کې شریک دی، یوازې د خپلې ژبې مثالونه ورته پکار دي خو معاني د پښویې غوندې د هرې ژبې بیله وي. د ( او) د بلاغي نقش په شان د پښتو ګرامر او معاني ډیر موضوعات ناسپړلي پاتې دي.

( او) د ربط یو داسې حرف دی چې د هغو کلمو، عبارتونو یا جملو په پیوستون کې پکارېږي چې ګرامري نقش یې یو شان وي.

د استاد رشتین په دې خبره کې چې د عطف توري د هغو جملو د پیوستون لپاره نه پکارېږي چې معنا او جوړښت یې سره بېل وي، همدا د ګرامري نقش بېلوالي ته اشاره شوې ده. ( او) یوازې په ګرامري دنده کې شریکې کلمې یا جملې سره وصلوي، مثلا دوه صفتونه، دوه فعلونه، دوه مسندونه، دوې مستقلې جملې یا دوې نامستقلې جملې سره یو ځای کوي. مثالونه:

احمد رباب وغږاوه او محمود سندرې وویلې.

دلته دوې مستقلې جملې د ( او) په ذریعه یو ځای شوې دي.

احمد رباب وغږاوه او محمود سندرې وویلې چې مجلس تود شي.

دلته د مرکبې جملې دوې مستقلې او اصلي جملې (main clauses ) د ( او) په ذریعه یو ځای شوې دي خو دوی دواړو بیا له نامستقلې یا فرعی جملې سره (subordinate clause ) یعنې هغې جملې سره چې په یوازې ځان نه شي راتلای، د ( چې ) په ذریعه تړاو پیدا کړی دی. کله چې د جملو ګرامري نقش یو شان نه وي، د ( او) په ذریعه یې نه شو وصلولای.

په دې لاندې جمله کې ( او) فرعي جملې سره یو ځای کړې دي خو اصلي جمله له فرعي هغو سره د ( او) نه بلکې د ( چې ) په ذریعه وصل شوې ده:

احمد رباب وغږاوه چې مجلس تود شي او یاران غمونه هېر کړي.

په دې بل مثال کې ( او) دوه فعلونه سره وصل کړي دي: هغه پاڅېد او لاړ.

د ( او) معروف او اصلي کار دا دی چې یو شی په بل شي ورزیاتوي خو کله کله نورې دندې هم تر سره کوي. په ځینو جملو کې د ( ولې) او ( خو) معنا لري.

د استاد الفت په لاندې جملو کې وروستي دوه ( اوه) د ( خو) او ( حال دا چې )معنا ښندي:

( کاشکې دوی یوازې له تا وېرېدلی او ستا د دښمنانو ډار یې په زړه کې نه وای. د خلکو ډار ستا وېره به زړونو کې کموي او ایمان ته زیان رسوي، ستا ضعیفه بندګان یوازې له تا نه نه وېرېږي، له نورو نه هم وېرېږي. دوی اوس د زورورو په مخ کې حق نه شي ویلی او ته د حق طرفدار یې . ته په دروغو خپه کېږې او دوی له ډاره رښتیا نه شي ویلی.)

د الفت نثري کلیات، د زیر شفیقي په اهتمام، ۱۰۱ مخ.

کله چې ( او) د ( خو) معنا ښندی، ممکن یو طنزي اړخ هم پیدا کړي.

د ( او) په باره کې مې څو کاله پخوا له استاد شپون سره خبرې کولې. له خبرو ساعت نیم پس استاد تلفون راوکړ، راته ویې ویل چې کلهناکله دوې جملې علت او معلول ته ورته رابطه سره لري مګر بیا هم ( او) پکې بې ځایه نه وي. استاد د مثال لپاره دغه جمله وویله: تا راته کتل او زه ایرې ایرې کېدلم.

دغه جمله مې له ذهنه ونه وته او ډېره موده پس دې نتیجې ته ورسېدم چې دلته راغلی ( او) د ( خو) او ( حال دا چې) یا احتمالا ( په داسې حال کې ) معنا ورکوي. ( په داسې حال کې ) قیدي او ربطي عبارت ، په ګرامري دنده کې سره شریکې جملې نه وصلوي ، بلکې په ګرامري لحاظ متفاوتې جملې سره یو ځای کوي، نو که ( او) د ( په داسې حال کې ) ځای ناستی شي، دا یې یوه استنثایي دنده ده. د تاریخ مرصع په لاندې عبارت کې چې د اته کسه کاکړو بزرګانو ذکر کېږي، وروستی ( او) د ( خو) ، ( حال دا چې ) او شاید ( په داسې حال کې) معنا ورکړي:( که تاسو غواړئ چې حقیقت زمونږ و تاسو ته ښکاره شٍي، اته دېګونه راوړئ او په هر دېګ کې یو مږ او یو مونږ واچوئ او درسته شپه اور تر دېګ لاندې بل کړئ ، هاله به حقیقت زمونږ و تاسو ته معلوم شي. کاکړو هغه رنګ وکړل؛ اته تنه او ا ته مږونه یې په اتو دېګونو کې واچول او درسته شپه یې اور تر دېګونو لاندې بل کړ. سبا ته یې چې سرپوښ له دېګونو پورته کړ، دوی واړه ژوندي له دېګونو پاڅېدل او غوښې د مږونو خوړینې شوې وې.)

( او )یو نیم ځای د ( بلکې ) یا ( او بلکې ) معنا ښندي. د استاد شپون په ( و نه و یو شپون و) کې لولو: ( هلته چې مې کور کې د ځنډېدو حال وایه، هیچا مې خبر نه منله او پلار په غوسه و چې هلک د لټېره ګانو سره په کومې شیطانۍ سر شوی دی.)

( او) په یوه نیمه جمله کې د ایجاز سبب کېږي، یعنې په یوازې ځان د څو کلمو په ځای راځي. د اوسني نثر په ځینو عنوانونو او د اوسني ازاد شعر په ځینو جملو کې ( او) په سر کې راوړل کېږي چې د ناراوړل شویو کلمو په باره کې یو تصور راکوي او ایجازي ( او) یې بللای شو.

موږ مخکې د ښاغلي احمدي د یوه ناول دا جمله راوړه چې ( او) پکې ضرور نه دی: ( بانه يې دا وه چې حالات خراب دي او احتياط ښه دى.) خو که جمله داسې تعبیر کړو چې د کیسې راوي د دغه کس پلمې سره یو ځا ی او خلاصه کړې دي، بیا پکې ( او) د ( لنډه دا چې) ایجازي معنا ښندي او غیرضروري نه ښکاري.

( او) یو نیم ځای د سمدستي پېښېدو مفهوم رسوي: ما ورته وویل راشه او راغی. د ( بریالی راغی او زلمی لاړ) جملې په باره کې مو ولوستل چې ( او) پکې تر ډېره حده دا تاثر ورکوي چې د دوی تګ او راتګ له یو بل سره د علت او معلول غوندې رابطه نه لري. دلته دا ویل غواړم چې دغه ( او) د سمدستي توب احساس هم راکولای شي، یعنې بریالی د زلمي له راتلو سره سمدستي ووت. په ځینو جملو کې ( او) تر یوې زیاتې معناوې لري د ( او) له مختلفو معناوو سره بلدتیا او دغه راز د هغو ځایونو پیژندل چې ( او) پکې ضرور نه دی، د نثر او نظم له ښکلا او دقت سره مرسته کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x