افغانستان

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر ووژل شو

killed_in_zabul_blastنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر په چاودنه کې ووژل شو.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړ، چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د ماین چاودني له کبله یو تن عسکر ووژل شو.

ایساف د خپلي پالیسۍ له مخي د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی.

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د موشان په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمه باندي ماین وچولو، چي له کبله يې یو موټر ویجاړ او یو شمیر عسکر مړه او ټپیان شول.

د یادوني وړ ده چي په روانه میلادي میاشت کې دا نهم عسکر دی، چي بهرنی ځواکونه يې وژل مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x