شعـــــرونه

د غيرتونو الهام

شاعر: سيداحسان الله لهام

له خدايه وروسته بس په تاباندي نازيږو غازي

تنها مو پرې نږدې بلاوې دي ډاريږو غازي

ته يې عذاب غوندي په قهر هر جابر خونخوار ته

موږ ته نسيم يې په تا ګل غوندي غوړيږو غازي

ستا بركت دى چي غليم بې غم را تللى نه شي

ستا بركت دى د عزت كوركي اوسيږو غازي

نه داسي نده چي احسان موپه تاپور پاته شي

ته رانه جار يې ځكه موږ درنه جاريږو غازي

ته دپاك دين دكاميابى په نيت له سره يې تير

موږ ستا برى غواړو د رب در كي ژړيږو غازي

اور كي سوځل راته آسان دي حق طرف نه پريږدو

مرګى دي راشي خو موږ نه درنه بېليږو غازي

واړه مو واړه درنه وړي د غيرتونو الهام

له فخره موږ د زړه له تله خوشحاليږو غازي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x