بلخ: د اردو افسر خپله خور ووژله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ په شولګره ولسوالي کې د ملي اردو یو افسر د خپل شپږ میاشتني خوريي مور ووژله.

علی خان چې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې يې دنده ترسره کوله، خپله خور وروسته له هغه په چاقو ووژله چې د دوی له خوښې پرته يې واده کړی و.

د شولګرې ولسوالي جنايي مدیر ګل محمد خلیل رسنیو ته ویلي چې د ملي اردو د افسر دغه خور زهرا نومېده، چې کال وړاندې يې د دوی له خوښې پرته واده وکړ او ورور يې د دې د وژلو هوډ وکړ.

د جنايي مدیر په قول زهرا اوس د شپږ میاشتني ماشوم مور وه، چې د ملي اردو د افسر علي خان له لوري د شپې په لس بجې په چاقو ووژل شوه.

نوموړي رسنیو ته وویل چې د ملي ادرو دغه افسر د خپلې خور کورته په دې پلمه ورغلی و، چې ګواکې هغې ته يې مېلمستیا کړې ده، زهرا يې له خپله کوره را ویستله او هدېرې ته نږدې يې په چاقو ووژله.

د شولګرې ولسوالي جنايي مدير وايي چې دوی د قاتل په لټه کې دي او هڅه به وکړي چې د زهرا شپږ میاشتني پاتې شوي ماشوم ته د ښې روزنې لپاره ه زمینه برابره کړي.

د ملي اردو د عسکرو له لوري تر دې وړاندې هم ورته پېښې څرګندې شوې دي، چې د هلمند په سنګین کې يې د واده په مراسمو کې تر سلو ډېر عام وګړي په شهادت ورسول، خو د اردو د یو افسر له لوري د خپلوانې وژل کېدلو دا له لومړیو پېښو ګڼل کېږي.

د بشري حقونو او د ښځو دحقونو ټولنې وايي چې په شمال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی، خو د اردو د افسر له لوري د دې تاوتریخوالي ډېرښت دا په ډاګه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه هم د بشري حقونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب روحیه نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د