نړۍ

ایران په رسول الله ﷺ جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): که څه هم د نړۍ علماوو په دې اجماع ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه تمثیلي فلم جوړول حرام او د اشدو جرمونو څخه دي، خو ایران سربېره پر دې په دې اړه فلم جوړ کړی دی چې ښايي پنجشنبې ورځې ته نندارې ته وړاندې شي.

ایراني فلم جوړونکي مجید مجیدي په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ د فرورۍ په ۱۲مه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې جوړ شوی فلم د اول ځل لپاره لیکوالانو، سینمايي کره کتونکو او ژورنالستانو نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران «آی فلم» تلویزوني کانال د مجیدي له قوله لیکلي چې د فلم نشرولو په اړه یې ټول ترتیبات نیولي دي او د پنجشنبې په ورځ به لیکوالانو، سینمايي کره کتونکو او ژورنالستانو ته په لومړي ځل دغه فلم نندارې ته وړاندې کړل شي.

تر دې وړاندې هم دغه ایراني فلم جوړونکي ویلي وو چې د پلان سره سم به په لومړي ځل فلم د را روانې پنجشنبې په ورځ د هنر او کلتور په برخه کې فعالینو ته خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي. مجیدي همدا راز هيله ښودلې وه چې په نېږدې وختونو کې به فلم عامو خلکو ته هم وړاندې کړي.

په عین حال کې د ازهر علماو ایران ته ګواښ کړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د فلم خپرولو څخه ډډه وکړي. دوی ویلي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم منزله او مقام دومره لوړ دی چې هېچاته يې په اړه ددې جواز نشته چې د هغه تمثیل وکړي.

د ایران دغه فلم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه په کې تمثیل شوی، ښايي غبرګونونه راوپاروي.

په وروستیو کې فرانسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه کارتونونه خپاره کړي وو چې د نړۍ په لر او بر کې یې توند غبرګونونه وپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

حسبانا الله ونعم الوکیل.. دايي دوهمه فرانسة …. زما دي به الله قسم وي جي دايران حكومت داسلام دومره ستر دوشمن ده كه يهود هم وي كه نصرا نيان هم وي خو افسوز خبره داده جي زمونك يو شمير علماء ناخبره اوس هم ايران ته اسلامي ايران واي خميني ته امام واي دوي داسلام مدا فعين بولي. ايراني روحانيون خوله اول نه تر ننه ورزي دصحابه رضي الله عنهم دوشمني واضحا كري او شودلي او لا يي كوي دايراني دين مصانع او خاريجي ديني حلاقات يي اوس هم سر سخت دصحابة وه رضي الله عنهم دوشمني كوي مثال يي دكويت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x