افغانستان

هرات: د طالبانو په برید کې د ملي اردو پنځه مړه او پنځه نور ټپیان شول

800_ap_afghan_explosion_100710نن ټکی آسیا: په هرات کې د طالبانو د برید له کبله د ملي اردو پنځه تنه عسکر ووژل شول، او پنځه نور ټپيان شول.

د هرات څخه یو امنیتي مقام خبر ورکړ چي تیره شپه طالبانو د اوبه ولسوالۍ اړوند د سیران په سیمه کط د ملي اردو د عسکرو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چي له کبله يې ۵ تنه عسکر مړه، ۵ ټپيان او دوه نور ترې تم شول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې برید مسئولیت په غاړه واخیست،

او زیاته يې کړه چي په برید کې ۹ تنه عسکر ووژل شول، او د یوه عسکر په شمول، طالبانو ته لس میله کلاشینکوفونه، یوه عراده رینجر موټر او یو شمیر نور جنګي وسایل په لاس ورغله.

هغه زیاته کړه چي په دې برید کې یو تن طالب هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، او طالبانو پوسته په بشپړه توګه وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x