طالبان: بهرنیانو اربکیانو ته یوازې جګړه ورښوولې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د دولت په لیکو کې امنیتي ځواکونو په نامه را ټولو شوي افراد هیڅ علمي او اخلاقي تربیه نه لري.

طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې ويلي چې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په نامه دولتي ټوپکوال د ديني او ملي ویاړونو اړوند نه کومه انګېزه لري او نه هم پر دې بنسټ رامنځته شوي دي.

تبصره د « یرغلګرو لاسپوڅي ځواک ته یوازې وژل او ځورول ښودلي دي؟!!» تر سرلیک لاندې خپره شوي او پکې ویل شوي چې دغه دولتي ټوپکوال له خپلې روزنې سره سم یوازې د خلکو د ځورولو او وژولو دنده پر مخ وړي.

طالبانو پخپله تبصره کې ويلي چې که څه هم بهرنیان د اردو او اربکیانو را منځته کول خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو د تبصرې له مخې دوی ته يې یواځې جګړه ورښوودلي او ډېری هغه کسان پکې راټول شوي چې له جنګسالارانو او ټوپکوالو سره اړیکي لري.

په تبصره کې وړاندې ویل شوي چې دغه «اجیر ځواکونه » په دې وروستیو کې د ملت ځورونې دندې ته ښه ځير دي، تبصره کاږي: «د بېلګې په توګه د فاریاب وروستۍ پیښه یادولی شو، چې د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه رامینځته شوه، د راپورونو له مخي د دغه ناولي ځواک لخوا د قیصار ولسوالۍ د نهرین سیمي تر دوه سوه زیات ولسي کورونه وسوځول شول او د یوې ښځي او ماشوم په شمول څلور کسان پکښې شهیدان شول، په داسي حال کې چې نه یې چا مرسته وکړه او نه یې چا اواز واورید. او نه رسنیو په دې اړه غږ پورته کړ.»

طالبانو په ولس غږ کړی چې له دې لیکو نه دې خپل وروڼه او زامن راوباسي «هر قوم او هره کورنۍ د خپل دروند مسؤولیت له مخې چې د اسلام سپیڅلي دین او افغان پاکې خاوري په وړاندي یې لري خپلو بچیانو ته د یرغلګرو ناوړه اهداف روښانه کړي او د خپلو سیمو ځوانان له دې مزدور پوځ، پولیسو او اربکیانو د لیکو نه راوباسي، تر څو د دنیا او آخرت له ذلت او رسوایي څخه ځان وژغوري. »

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د