افغانستان

نيويارک ټايمز: د طالبانو نفوذ امنیتي چارواکي اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې افغان امنيتي ځواکونو کې د اداري فساد او د طالبانو د نفوذ په اړه يو څېړنيز راپور خپور کړی.

راپور کندز کې د طالبانو د يو لوړپوړي قوماندان ملا مجاهد د نيول کېدو په اړه ليکلي، چې نوموړی دوه ځله نيول شوی و، مګر د ځايي خلکو او قومي مخورو په هڅو له بنده راخلاص شوی و او درېيم ځل يې بيا کيسه بل خېل وه.

د نيويارک ټايمز په وينا ملا مجاهد په درېيم ځل زندان کې له هغو پټو رازونو پرده پورته کړې، چې امنيتي ځواکونه څرنګه طالبانو سره مرستې او همکارۍ کوي او ځينې وختونه خو لا خپلې وسلې هم پر طالبانو پلوري.

راپور کې راغلي، چې د بند پر مهال ملا مجاهد د هغو چارواکو او پوليسو نومونه ياد کړي، چې دوی سره اړيکې لري او مرستې ورسره کوي.

«د ملا مجاهد له اقرار او څرګندونو وروسته ملي امنيت ژورې پلټنې پيل کړې او تر اوسه يې له دېرشو زياتو پوليس او نور امنيتي چارواکي نيولي او يا يې له دندو ګوښه کړي دي.»

چارواکي وايي، چې له دې وړاندې دوی امنيتي ځواکونو کې د پراخ فساد له امله انديښمن و، مګر دولتي چارواکو کې د طالبانو نفوذ د دوی لپاره لوی سرخوږی دی.

نيويارک ټايمز د کندز د مرستيال والي حمدالله دانش له قوله وايي، چې امنيتي ځواکونو او نورو ادارو کې د طالبانو نفوذ يوازنۍ ستونزه نه ده، بلکې سربېره پر دې ګڼ امنيتي ځواکونه په اداري فساد او د تاوان لپاره د خلکو په تښتونو کې پراخ لاس لري او تر اوسه يې ګڼ چارواکي په دې تور نيولي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې کندز د هېواد شمال کې تاجکستان سره په پوله نا امنه ولايت دی، د طالبانو نفوذ او فعاليتونه په کې ډېر زيات دي او له همدې امله حکومت په کې ځايي اربکيان ځای پر ځای کړي، تر څو د طالبانو مخه ونيسي، مګر د اربکيانو له امله د کندز امنيت نور هم ګډوډ شوی، ځکه چې دغه ځايي اربکيان خلک تنګوي، په زوره ترې باج غواړي او د خلکو پر ناموسونو تېري هم کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته طالبانو په ډېره چټکتيا د دغه ولايت دوه ولسوالۍ ونيولې او ولسمشر اشرف غني ډېر ژر اعلان وکړ، چې د کندز امنيت دوی ته ډېر زيات مهم دی او له همدې امله يې کندز لپاره نوی والي او نوې امنيتي ستراتيژي غوره کړه.

نيويارک ټايمز کندز ولايت څخه د ولسي جرګې د وکيل عبدالودود پيمان له قوله ليکلي، چې دی نه پوهيږي، چې ملا مجاهد ولې د پخوا پر پر خلاف د خپلو همکارو امنيتي ځواکونو نومونه اخيستي.

پيمان زياتوي، چې د پوښتونو ګروېږنو پر مهال د خپلو همکارو امنيتي ځواکونو د نومونو اخيستو پر مهال شکمن او دوه زړی غوندې و.

نيويارک ټايمز د راپور په پای کې ليکلي، چې تر اوسه دا نه ده روښانه، چې چارواکي به د ملا مجاهد په څرګندونو څومره باور وکړي، مګر دومره يې ويلي، چې پر طالبانو وسلې پلورل له اداري فساده وړه موضوع نه ده .

ورځپاڼه، د کندز ولايت وياند وصي باسل له قوله ليکي، چې امنيتي ځواکونه، نه يوازې دا، چې پر طالبانو وسلې پلوري، بلکې طالبانو ته د امنيتي ځواکونو، چارواکو او د نظامي عملياتو په اړه هم معلومات ورکوي او طالبان له دغو معلوماتو په استفاده بريدونه او چاودنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x