افغانستان

سور صلیب: روان کال به لا خونړی وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې روان ۲۰۱۵ میلادي کال به د افغانستان لپاره د ۲۰۱۴م په پرتله هم خونړی وي.

سره له دي چې د ګډ حکومت مسوولینو تېر ۲۰۱۴ میلادي کال د افغان عسکرو او د هغوی د بهرنیو دوستانو لپاره یو خونړی کال بللی و، خو د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې روان میلادي کال به تر دې هم خونړی او له جګړو ډک وي.

سره صلیب په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په هېواد کې روان خونړي بریدونه او د دولتي مسوولینو له لوري د قانون ماتوونکې پرلپسې کړنې هغه څه دي چې ډېر زیان يې عامو وګړو ته اوړي.

دغه کمېټه وايي چې په دې وروستیو کې جګړه تېزه شوي، خو په بدل کې يې بشري مرستې کمې شوې دي، چې عامو جنګ ځپلو وګړو ته له اندېښنې پرته بل څه نه لری.

د دې کمېټې د خبرپاڼې له مخې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د نا امنیو له امله اتلس سلنه روغتیايي خدمتونه ځنډول شوي چې ډېری جنګ ځپلې سیمې هیڅ روغتیايي مرکز نه لري.

سره له دې چې په نوي میلادي کال کې  د ملي اردو له لوري د هلمند په سنګين کې د عامو وګړو پراخ وژنه پېښه شوه، سره صلیب د عامو وګړو وژنه کلکه غندلې او ويلي يې دي چې د خپل دښمن له تفکیک پرته په عامو خلکو برید یو غیر قانوني کار دی.

دوی وايي چې د دوی مرستندویه مرکزونه څلوېښت سلنه ډېر شوي، چې د جګړې په ډېرېدلو او جنګ ځپلو په لا ډېرښت دلالت کوي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان دولتي مسوولینو تېر کال د زرګونو عسکرو په وژلو، تښتېدلو او د طالبانو د پراخ نفوذ پیدا کولو له امله یو خونړی کال بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x