افغانستان

زابل کی استاذانو باندی مفتی نمري وویشل شوی

destribution_of_land_to_zabul_teacher(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۰۹) قلات: تیره پانج شنبه دزابل ولایت په سرښارقلات کی پراستاذانو باندی مفتي دکورونو دنمرو دویشلولړی پیل شوه، دزابل ویلایت دپوهني ریس شیراغاصافي له خبري رسینو سره په خبروکی وویل،چي دزابل ښارشمال لویدیځ لورته دملي اردو له قومنداني سره څیرمه دزابل ولایت اړونده استاذانو ته دکورونو لپاره دنمرو ورکول پیل شول.

دنمرو دویش پروسه دانجینیرانو دیوي ټولني په وړاندي پیل شوه چي دپوهني وزرات دغیرمنقوله جایدادونو اولوجسیتک څانګي مسؤلینو هم دځمکو دویش اوتقسیم په دغه لړی کی شرکت کړی وو.

اړونده سرچینو خبرورکړی دی وایی دغه ښارګوټی چی پر۱۵۰ ایکړه ځمکه باندی جوړشوی دی، دزابل ولایت دپوهني  ریاست مربوطه استاذانو باندی مفتی  ویشل کیږي.

یوي  ښځینه استاذي کامیلي دنمرو دویش دمراسمو پروخت وویل دزابل ولایت استاذانو ته دکورنولپاره دځمکو ورکول به استاذانوته نوره حوصله ورکړی ترڅو دهیواد بچیانو ته دعلم اوپوهي په لاره کی نوري هڅی ګړندي کړي.

نوموړی زیاته کړه هیله لرو چی دولت به ددغه ښارګوټي دامنیت په اړه لازم تدابیر ونیسي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x