ټکنالوژي

مایکروسافټ افس ۲۰۱۶ د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ د افس پروګرامونو نوی بڼه مایکروسافټ افس ۲۰۱۶ کاروونکو ته وړاندې کړ.

دغه پروګرامونه کاروونکو ته یوازې د ازموینې په موخه وړاندې شوی چې په دې برخه کې د کاروونکو نظرونو ته خاص ارزښت ورکول کیږي. له ازموینې وروسته به دغه پروګرامونه په رسمي بڼه کاروونکو ته وړاندې شي.

مایکروسافټ مشر وویل: « ځینې شرایط او قوانین نظر کې نیولو سره هر څوک کولی شي دغه پروګرامونه ښکته او ترې استفاده وکړي او د دې پروګرامونو په اړه خپل نظر له مونږ سره شریک کړي.»

د افس پروګرامونه به په پوره او رسمي بڼه د روان زیږیدیز کال په دوهمه نیمايي کې کاروونکو ته وړاندې کیږي. د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د افس نوی بڼه به وړیا نه وي.

که څه هم افس ۲۰۱۶ به په وړیا ډول نه وړاندې کیږي خو بیا هم دغه پروګرامونه به په سمارټ فون، ټبلیټ او وینډوز فون کې په وړیا ډول کارول کیږي.

کاروونکي کولی شي د افس نوی بڼه د مایکروسافټ کمپنۍ له ټول رسمي پاڼو څخه یوازې خپل ایمیل ادرس لیکلو سره په وړیا ډول ښکته کړي. افس ښکته کولو لپاره کاروونکي هر ایمیل ادرس کارولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x