ټکنالوژي

ایچ ټي سي (HTC) خپل ارزانه سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال په پیل کې ایچ ټي سي کمپنۍ اعلان کړی و چې خپل نوی سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي.

د ټکنالوژي څیړونکي او د دغې کمپنۍ کاروونکي په دې باور ول چې دغه کمپنۍ به خپل دغه نوی سمارټ فون چې ایچ ټي سي ډیزایر ۶۲۶ (HTC Desire 626) نومول شوی د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال په نندارتون کې کاروونکو ته معرفي کړي.

خو دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون پرون کاروونکو ته معرفي کړ. د ځینې څیړونکو په وینا دغه سمارټ فون تر ډیره بریده د ایفون ۵ سي (iPhone 5C) ته ورته دی.

خو د دغې نوی سمارټ فون شاتنۍ برخه د اپل کمپنۍ له سمارټ فون سره هیڅ ورته والی نه لري. د ایچ ټي سي کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون د دغې کمپنۍ له پخوانیو سمارټ فونونو سره ډیر زیات توپیر لري.

د ایچ ټي سي کمپنۍ دغه سمارټ فون ۵ انچه ۱۲۸۰*۷۲۰ ډسپلې لرلو سره ۶۴ بایټ سنپ ډرایګن ۴۱۰ چېپ (64-bit Snapdragon 410 Chip) هم لري. دغه سمارټ فون کې ۱ ګیګابایټ رېم ځای پر ځای شوی.

ایچ ټي سي ډیزایر ۶۲۶ شاتنۍ کارمره ۱۳ او مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده. دغه سمارټ فون د ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا هم لري.

تر اوسه نده معلومه چې دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ د لومړۍ ځل لپاره امریکا او کوم بل ځای کې کاروونکو ته وړاندې کوي خو د دغې سمارټ فون بیه په ټایوان هیواد کې ۱۹۰ ډالره ده.

ایچ ټی سي تایواني شرکت دی چې په لوړ معیار ارزانه او متوسط سمارټ فونونه په ښکلې ډیزاین کاروونکو ته وړاندې کوي، که څه هم د انډرایډ موبایلونو په بازار کې د سامسنګ ګیلیکسي حکومت چلیږي، خو د ایچ ټي سي په څیر شرکتونو ورځ تر بلي پرمختګ د سامسنګ خوبونه حرام کړي، او دغه کمپنۍ یی خپل د بازار ساتلو په موخه د نویو ننګونو سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x