نړۍ

چين يو ځل بيا د اسلام سپکاوي وکړ او د جوماتونو امامان يې ونڅول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د چين کميونيست دولت يو ځل بيا اسلام سره د ژورې دښمنۍ د څرګندولو له امله د مسلمانو سيمو علما په يو ميدان کې راټول او په زوره يې ونڅول.

چارواکو ټول ملا امامان اړ کړل، چې د نڅا پر مهال په يو اواز ووايي، چې د سولې پيغام ورکوي او دا پيغام د زړونو سکون دی.
چينايي چارواکو د سيمې ټولو ځوانانو ته قسم ورکړی، چې ځانونه به له دين څخه لرې ساتي او له ټولو مسلمانو دولتي کارکوونکو يې په زوره اقرار اخيستی، چې د دوی روزي او تنخوا الله تعالی نه، بلکې د چين کميونيست دولت يې ورکوي.

د ملا امامانو د نڅولو پر مهال د چين حکومت د سيمې ټول مسلمان ځوانان هم ميدان ته راټول کړي وو او ټولو ځوانانو ته يې قسم ورکړ، چې د جوماتونو له امامانو او ديني شعايرو ځانونه لرې وساتي او د غونډې ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل، چې ديني عبادتونه بدن ته هيڅ ګټه نه لري، بلکې د دې پر ځای بايد نڅا او سپورټ وکړي؛ ځکه چې نڅا او سپورټ انساني بدن ته ګټه رسوي.

له دې وړاندې هم چينايي حکومت د مسلمانانو پر عبادتونو، د روژو پر تراوو او ختمونو، تراوو او د مسلمانو ښځو پر حجاب بنديز لګولی، مګر د امريکا او لويديزې نړۍ په ګډون هېڅ بشري ټولنې د چين د دې ناوړه کړنو او بشر ضد عملونو په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د اسلامي نړۍ واکمنان فرانسه کې پر اسلام دښمنه مجلې د بريد له امله د ۱۲تنو وژنه غندي او د بريد پر ضد په ميليوني مارش کې ګډون کوي او د اسلامي دولت پر ضد امريکايي ايتلاف سره هر ډول مالي او مادي مرستو ته تيار دي، مګر د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ځورول ورته هيڅ اهميت نه لري او د ژغورنې په اړه يې هيڅ فکر نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x