نظــر

د اسلامي دولت پر ضد د ځکمنۍ جګړې زور به له ولسي وګړو وځي

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

امريکا اعلان کړی، چې د اسلامي دولت پر ضد ځکمنۍ جګړه پيلېدونکې ده او د امريکا د جګړه ييز ايتلاف مسؤول جنرال جون الن وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد به امريکايي ځمکنۍ جګړه ډېر ژر پيل شي.

اردن تر نورو هېوادونو زيات شوقي دی، چې د اسلامي دولت پر ضد ځکمنۍ جګړه کې برخه واخلي او اعلان يې کړی، چې دوی هر ډول ځمکنۍ او هوايي جګړې ته تيار دي او دا اعلان يې د خپل پيلوټ معاذ الکساسبة له ژوندي سوځولو وروسته کړی دی.

د اردن حکومت د معاذ الکساسبة ژوندي سوځولو او د اردني ولس د غوسې څخه په ګټه اخيستو غواړي، چې د معاذ الکساسبة غچ واخلي او د اسلامي دولت پر ضد قوي ځمکنۍ او هوايي جګړه وکړي.

دوه ورځې وړاندې مې د لندن په يو رسټورانټ کې يو لوړپوړی عراقي سني چارواکی وليده او د اسلامي دولت پر ضد د ځمکنۍ جګړې د پيل ټاکلي وخت پوښتنه مې ترې وکړه، نو راته يې وويل، چې راتلونکي اوړي کې به پيل شي.
زموږ او اوړي تر منځ څو مياشتې دي او د ځکمنۍ جګړې په اړه د امريکا بيړه او وارخطايي هم د پام وړ ده.

عراق کې د اربکيانو جوړوونکی امريکايي جنرال ډيويډ پيټريوس وايي، چې امريکايي نظامي چارواکو د عراق په انبار، تاجي، اربيل او بسمايا ښارونو کې د عراقي ځواکونو، او سني اربکيانو لپاره څلور روزنيز مرکزونه پيل کړي او دغو نظامي مرکزونو کې استراليايي، ډنمارکي، اسپانوي، ايټاليايي او هالنډي روزونکي کار کوي.

د کردستان د بيشرمکة مليشو وياند هلکورد حکمت وايي، چې امريکا به اربيل سيمه کې د دوی مليشو د روزنې لپاره يو روزنيز مرکز جوړوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې امريکايي چارواکو د عراق له لومړي وزير حيدر العبادي څخه پوښتنه کړې، چې دوی عراق کې رونيز مرکزونه جوړوي؟

ايا د عراق پارلمان دا موضع څېړلې او د دغو مرکزونو د جوړولو اجازه يې ورکړې؟

د عراق پخوانی صدر اعظم نوري المالکي، چې هېواد کې يې د امريکايي عسکرو له وتلو وروسته د هر ډول نظامي عسکرو د اډو مخالفت کاو، نو هغه او د نوموړي ګوند ولې خولې پټې نيولې؟

دا خبره معلومه ده، چې ځکمنۍ جګړه به يوازې د عربي هېوادونو عسکر کوي او په ځانګړې توګه د عراق او د اردن عسکر.
امريکا او نور عربي او اروپايي هېوادونه به يوازې د هوايي بريدونو او استخباراتي معلوماتو په راټولو کې مرسته کوي.

دې کې شک نه شته، چې اسلامي دولت سره د اوسني وخت تر ټولو قوي نظامي ځواک امريکا جګړه کوي او د جګړې نظامي او ولسي قربانيان د موصل او نورو سيمو عرب او مسلمانان او د اسلامي دولت ځواکونه او پلويان دي.

موږ پوښتنه کوو، چې د امريکا له لوري د اسلامي دولت پر ضد د روانې جګړې زور به له چا وځي؟

ايا په بدل کې يې به يې فلسطين ازاد او اقصي مسجد به يو ځل بيا مسلمانانو ته وسپارل شي؟

د ليبيا، يمن او سوريې په څېر هېوادونه، چې د امريکا په مستقيمه او غير مستقيمه جګړه کې ويجاړ شوي، د ځانګړي مارشال پلان له مخې به ورغول شي؟

ايا په عربي هېوادونو کې به ولسواکي او د بشري حقونو درناوی عام شي؟
اسلامي دولت يو وحشي دولت دی، د خلکو سرونه غوڅوي، زناکاران او لوطيان رجم کوي، د غلو لاسونه پرې کوي او پر مرتدانو حدود تطبيقوي.

ايا له دې وروسته به عربي نړۍ کې ديموکراسي، ټولنيز عدالت او ازاده قضا رامنځته شي؟

دوی اوس موږ ته شنه باغونه ښيي، چې د اسلامي دولت له نسکوريدو وروسته به عربي نړۍ د «افلاطون ښکلی ښار » وي او دا وعدې يې موږ سره د عراقي ولسمشر صدام حسين له نسکورولو ورووسته هم کړې وې، چې فلسطين به ازاد شي، عراق به د ديموکراسۍ او بشري حقونو يو ځانګړی نمونيي مرکز وي او همدا خبرې يې ليبيا، سوريې او يمن په اړه هم کولې.
د امريکا د نظامي مداخلې پلويانو به دا خبرې کولې او خلک به يې ورته تشويقول او موږ له څوارلسو کالو راهيسې موږ په همدې تمه يو، چې هغه امريکايي وعدې به کله رښتيا کيږي.

سره له دې، چې امريکا تروريزم ضد جګړه کې له يو ميليون زيات عرب او مسلمانان ووژل، مګر د امريکا هغه شنه باغونه لا هم نه ښکاري.

هر لسو کالو کې امريکا، اسراييل او يا دواړه په ګډه موږ ته د نوې جګړې زيري راکوي او په هره جګړه کې راته وايي، چې دا ځل به د هغو تېروتنو مخنيوی کوي، چې تېر ځل شوي دي او د دغو جګړو بيه تل زموږ په وينو، پيټرولو او عزت پوره شوې ده.

يو ځل بيا دا وايم، چې اسلامي دولت يو ترهګر دولت دی، مګر دغه دولت د «متمدنې» امريکا په زرمه برخه خلک وژلي؟

ايا امريکايي توغنديو زرګونو عراقيان او مسلمانان د اردني پيلوت معاذ الکساسبة په څېر ژوندي ونه سوځول؟

د جنرال جون الن له وعدې سره سم د اسلامي دولت پر ضد ځکمنۍ جګړې پيلېدونکې ده، دغه نظامي کارپوه او جنرال موږ ته دا نه دي ويلي، چې دا جګړه به څرنګه پر مخ بيايي، څومره خلک ووژني، څومره وخت کې به پای ته ورسيږي؟

امريکا دا څو کاله سوريه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې قوي احصايي وړاندې کوي او ايا امريکايي اداره به پر موږ دا مهرباني وکړي، چې د دغې جګړې د ولسي قربانيانو ليست موږ سره شريک کړي؟ او که د عراق او ليبيا په څېر به د جګړې د ولسي قربانيانو شمېر له موږ همداسې پټ وساتي.

امريکا ته يوازې د خپلو خلکو د وژنې احصايي مهمې دي؛ ځکه چې ځانونه ورته د نړۍ غوره او بهتر خلک ښکاري او د نړۍ مسلمانان او عرب خو وحشي، وروسته پاتې خلک بولي او د دوی په ګومان هيڅ احصايي ته اړتيا نه لري.

امريکايي ايتلاف لپاره هوايي بريدونه او جګړې ډېرې اسانې او ډاډمنې دي؛ ځکه، چې پيلوټان يې له هوا بمونه غورځوي او دا کار د پيلوټانو لپاره د کمپيوټري لوبو په څېر دی او مخالفين يې داسې توغندي نه لري، چې د دوی جنګي الوتکې پرې وولي، مګر ځمکنۍ جګړه به بيا داسې نه وي. دغه جګړه، چې د عربي هېوادونو پوځيان به يې کوي، نو موصل، الرقة، دېر زور او ګڼې نورې سيمې د سيمټو دښتې دي او له همدې امله د ولسي وګړو سربېره د جګړې د دواړو لورو قربانيا به ډېر زيات وي او د اور لمبې به دا سيمې لولپه کړي.

زه ښه پوهيږم، چې زموږ دا خبرې به پر ډېرو «روڼ اندو» ښې نه لګيږي، مګر دا زموږ حق دی او په لوړ غږ وايو، چې هر څوک د امريکا جګړې ته ګډيږي، بايد عراق، ليبيا او افغانستان کې د امريکا له مرګوني ميراثه عبرت واخلي، چې د دغو هېوادونو خلک يې د تل لپاره په جګړو کې ښکېل کړل.

دوی به ترې وځي او دغه خلک بايد د امريکا هغه غلطيو ته هم پام وکړي، چې د تېرو څو جګړو پر مهال يې خپلو پلويانو سره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x