افغانستان

ننګرهار: د ولایتي شورا په وکیلې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ولایتي شورا په یوې وکیلې چاودنه شوې.

د راپورونو له مخې چاودنه شاوخوا یوه نیمه بجه ددغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دویمې ناحیې اړوند د بي بي حوا لیسې سره شوې.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنې د ولایتي شورا د وکیلې انګیزې شینوارې په موټر شوی.

د ولایتي چارواکو له قوله چاودنې یو کس وژلی او د وکیلې په ګډون یې ۴ نور ټپیان کړي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې برید د مقناطیسي بم پر مټ شوی چې د انګیزې شینوارې په موټر پسې نښلول شوی و.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون وايي چې د وکیلې په شمول د ټپیانو حالت نازک دی.

د چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x